1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اروپايي ټولنه د ډوب شويو مهاجرو په پيښو کې د جرم شریکه ده»

۱۳۹۵ آبان ۱۵, شنبه

په مديترانې سمندرګي کې د ژغورنې مرستندويه ادارې، د اوبو له لارې اروپا ته د تلونکو مهاجرو د ډوبيدو په پيښو کې، اروپايي اتحادیه په بې پروايۍ تورنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/2SDGn
Griechenland Flüchtlinge bei Lesbos
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Palacios

د ليبيا او روم تر منځ په سمندرګي کې د یوې بلې مرګونې اوونۍ په تيريدو سره، د روان کال له پيل راهیسې په دغو اوبو کې د مړو شويو مهاجرو شمير تر ۴۲۲۰ تنو پورې ورسيد.

د مهاجرت نړيوالې ادارې پر حواله، په روان کال کې په سمندر کې د مړو شویو مهاجرو ريکارډ، آن د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ مرګونو کلونو په پرتله هم لوړ دی.

په ايټاليا کې د بې پولې ډاکترانو د ادارې مشر توماسو فابري، په دې اړه اروپايي اتحاديه په بې پروايۍ تورونوي. هغه وايي:«اروپايي اتحاديه د دغه نوي او له شرمه ډک ريګار پر وړاندې هيڅ داسې کوښښ نشي کولای چې ګواکې کومه غلطي به نه وي ترسره شوي او په دغې سانحه کې ځان د جرم له شراکت څخه نشي خلاصولی.»

فابري په خپلو خبرو کې زياته کړه: «په کار ده چې دغو ناهيلو انسانانو ته اروپا د رسيدلو په موخه، په عاجله توګه یوه خوندي لاره برابره کړل شي، ترڅو د لا زياتو مرګونو د رامنځ ته کيدو مخنیوی شوی وي.»

پرون د «ايم. ايف. ایس» په نوم د بې پولې داکترانو یوې بيړې د ۱۱۹ تنو ښځو او ماشومانو په ګډون، ۸۶۷ تنه مهاجر سمندر کې له ډوبيدو څخه وژغورل. په ژغورل شويو ماشومانو کې ځينې یې یوازې د څو مياشتو عمر درلودونکي ول.

د روان کال په اکتوبر مياشت کې د سمندر له لارې ايټاليا ته د رسيدلو مهاجرو په شميره کې زياتوالی راغلی دی. د مهاجرو د زياتيدو علت، په نژدې راتلونکې کې د ليبيا لخوا په ليبيايي ساحلونو کې د «پلټنې او ژغورنۍ» په نوم پیليدونکي عمليات ښودل شوي دی. ويل کيږي چې د دغه عملياتو له پیل وروسته به ليبيا ايټاليا ته د سمندر له لارې تلونکي مهاجر تر نيول کيدو وروسته بيرته خپلو اړوند، د شمالي افريقا ناامنو هيوادونو ته استوي.

له ليبيا څخه د سمندر له لارې ايټاليا ته د مهاجرو د سفرونو لړۍ په روانه مياشت کې هم ادامه لري.

د ايټاليا د ساحلي ځواکونو پر وينا، پرون « جمعه نوامبر ۴ مه» هم په سمندر کې د ژغورنۍ لس ماموريتونه ترسره شول چې په ترڅ کې يې ۱۲۰۰ تنه مهاجر په اوبو کې له ډبيدو څخه وژغورل شول.