1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرستندويه سازمانونه: په يونان کي بشري ناورين روان دی

۱۳۸۷ مرداد ۲۴, پنجشنبه

نړيوالو مرستندويو سازمانونو پر يونان باندي د بشري بحران راوستلو تورلګولی. ځکه چي هغه هيواد د مدترانې د ليس بوس په ټاپوکي اروپا ته تلونکي په سلهاو تنه غيري قانوني کډوال بندي کړي دي

https://p.dw.com/p/ExHY
د يونان د ليس بوس په ټاپو کي غيرقانوني کډوال
د يونان د ليس بوس په ټاپو کي غيرقانوني کډوالانځور: picture-alliance/ dpa

بې سرحد ډاکټران وايي چي نوموړي تر ډيرو خرابو بشري شرايطو لاندي شپې او ورځي تيروي.

د يونان محلي چارواکو دغه تورونه منلي دي. خو وايي چي دوی د ټولو هغو امکاناتو څخه کار اخلي چي دوی يي په واک کي لري تر څو وضع تر کنترول لاندي راولي.

چارواکي وايي د هغو غيري قانوني کډوالو شمير چي د ترکيې د سمندري سيمو څخه راغلي دي د تير کال په پرتله درې برابره سوی دي. د يونان دغه جزيره د ترکيې او يونان تر منځ يو مرکزي دريځ لري.

د يونان د پوليسو د څرګندونو سره سم دې ټاپو ته د ډير شمير راتګ علت دادی چي نوموړو دواړو هيوادونو خپل غيري سمندري سرحدونه ډير ټنګ کړي دي. د پوليسو په خبره هغه خلګ چي ودې ټاپو ته په غيري قانوني ډول راځي وضيعت يې ډٍير خراب دی.

اتلس کلن افغان چي ځان خالد ښي په دې جزيره کي د کډوالو شمير نظر و بسترو ته دري چنده ښي. هغه وايي: په تشنابونو کي به ځيني وختونه په ساعتونو ساعتونو اوبه ټپي ولاړي وې. تودې اوبه خو مو ليدلي نه دي او د يوه تشناب څخه ډيرو خلګو استفاده کوله. په واقيعت کي سړی د ورځي يواري کولای سوای چي د تشناب څخه استفاده وکړي. او په تشنابو کي به ډير بد بوی و.

په يونان کي يوه زړه د کب نيولو کښتۍ چي 648 غيرقانوني کډوال پکښي سپاره دي
په يونان کي يوه زړه د کب نيولو کښتۍ چي 648 غيرقانوني کډوال پکښي سپاره ديانځور: picture-alliance/ dpa

ايرانی 15 کلن حيسن چي يوه اونۍ يي په دغه ټاپو کي تيره کړې ده وايي چي هلته صحي وضع دونه خرابه وه چي يوشمير خلګ مريضان سول.

په ليس وس کي د بې سرحده ډاکټرانو مسول ډاکټر وايي: موږ هڅه کو چي هلته صحي وضع بهتره کړو او يوڅه طبي مرسته وکړو. کډوال د صحت په برخه کي و مرستي ته اړټيا لري.

په يوه سالون کي چي 800 تنه پراته ول هلته د ګام ايښولو ځای نه و. ددوی کوچنيانو تقريباً د بنديانو په شان وه او هغوی هلته د بازيوځای نه درلودی.

خو د بې سرحده ډاکټرانو سازمان وايي چي په واقيعت کي يو څه تغيرات راغلي دي خو بيا هم د کډوالو شمير دونه ډير دی چي چارواکي نسي کولای چي و ټولو ستونزو ته ورسيږي. يونان د غيري قانوني کډوالو لپاره 6 مرکزونه لري او په ټولو کي ربړي موجودي دي.

د يونان په نظر د غيري قانوني کډوالو شتون د ټولي اروپا لپاره يوه ربړه ده او ددې وخت رارسيدلی دی چي يونان او د اروپايي اتحاديې ملګري هيوادونه د هغو هيوادونو سره مرسته وکړي، چي ددې ربړي په لومړي خط کي پراته دي.