1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرستندویه ټولنې په سختو شرایطو کې فعالیت کوي

سید ریاض (هینه کایزل)۱۳۹۱ بهمن ۲۸, شنبه

۱۵۰ کاله مخکې د سره صلیب فعالیتونه پیل شول چې په جگړو کې رنځونه راکمه کړي خو په دې ترڅ کې وسلوال کړکیچونو بدلون وموند نو له همدې کبله د ژغورونکو ډلو کارونه کړکیچن او خطرناکه شوي دي.

https://p.dw.com/p/17fP0
Das Model Yvonne Hölzel sammelt am Samstag (08.01.2005) in Berlin zusammen mit anderen Politikern und Prominenten Spenden für die Opfer der Flutkatastrophe in Südostasien. Das Deutsche Rote Kreuz (DRK) hatte die bundesweite Sammelaktion unter dem Motto "Tag für Südasien" organisiert. Foto: Jens Kalaene dpa/lbn +++(c) dpa - Report+++
Sammelbüchse Geldspende Rotes Kreuzانځور: picture-alliance/dpa

الفریدو ملگاریو له ۱۷ کلونو راهیسې د نړۍ په جگړه ځپلو سیمو کې د آلمان په سره صلیب کې فعالیت کوي. هغه په دې پوهیږي چې د وخت په تیریدو سره په وسلوالو کړکیچونو کې بدلونونه راغلي دي چې ورسره د تاوتریخوالي له قربانیانو سره مرسته کول هم کړکیچن شوي دي. ملگاریو یو څه موده مخکې په سوریه کې وو. دغه مرستندویه کارکوونکی وایي چې یو ځل که څه هم دوې د سوریې په جګړه له ټولو اړخونو سره خبرې کړې وې او د هغوی لیکلی توافق یې له ځانه سره لاره، خو بیا هم د دوی د مرستو قطار ودرول شو.

ملګاریو زیاتوي: «سره له دې چې په جگړه کې د ښکیلو اړخونو له لوري په لیکل شوې بڼه توافق شوی وو، خو ځایي قوماندان دغه توافقنامه مراعت نه کړه او موږ بیرته راگرځیدو او په دې اړه یو ځل بیا خبرو اترو کولو ته اړ شو.»

سره صلیب یوازې په هغه صورت کې یوې جګړه ځپلې سیمې ته مرستې رسولای شي چې ښکیل اړخونه له دې کار سره موافقه وکړي. خو په سوریې کې حالات ډیر پیچیدلي دي او د دې امکان شته چې هر شیبه یو خواشینوونکې پېښه رامنځته شي. په دې اړه ملگاریو وایي: «د یوه کال په موده کې په سوریه کې د سرې میاشتې اتو تنو رضاکارانو په مستقیمو عملیاتو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دوه تنه نور لادرکه شوي دي چې تر اوسه د هغوی د وضعیت په اړه هیڅ خبر نه شته. موږ اندیښمن یو چې ښایي هغوي هم خپل ژوند له لاسه ورکړی وي. دا ښیي چې په رښتیا زموږ د کارکوونکو له پاره کار کول څومره ستونزمن او خطرناک شوي دي.»

مرستندویه ټولنې په جگړو کې د بشري مرستو پر نړیوال قانون تکیه کوي. په دغه قانون کې راغلي دي چې دغه مرستندویه ټولنې څرنگه په جگړه ځپلو سیمو کې عمل وکړي. دغه قانون همداراز د مرسته رسوونکو مصؤنیت هم په پام کې نیولی دی. د بیلگې په توگه د دې قانون ۵۶ ماده په کړکیچ کې ښکیل هر اړخ ملکف کوي چې د مرستندویه ټولنې د کار کوونکو آزاد تگ راتگ تضمین کړي.

دا څرگند او واضح قوانین دي، خو په هغه وخت کې رامنځ ته شوي دي چې دا د جګړو اړخونه معلوم ول. د سیاسي چارو کارپوه هېرفرید مونکلر (Herfried Münkler) په دې اند دی چې نن ورځ مسله د پخوا په پرتله توپیر لري. مونکلر چې د برلین په پوهنتون کې استاد دی وایي: «یوه لویه ستونزه د جنگیالیو او غیر جنگیالیو تر منځ توپیر دی. دا تعریف د یوه داسې حالت له پاره رامنځ ته شوی دی چې څرگند عاملین په کې موجود وي.»

په نړۍ کې د سوریې په شان جګړو له رامنځ ته کیدو سره د مرستندویه سازمانونو کار د پخوا په پرتله ډیر سخت شوی دی، خو په اوسنیو حالاتو کې د دغو موسسو کار ته تر بل هر وخت ډیره اړتیا لیدله کیږي، نو له دې کبله هغوی د ګواښونو پر منلو سربیره هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

الفریدو ملگاریو: اوس د پخوا په پرتله مرسته رسول ستونزمن شوي دي.
الفریدو ملگاریو: اوس د پخوا په پرتله مرسته رسول ستونزمن شوي دي.انځور: DRK