1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرسته اخيستونکي هېوادونه بايد ډيرمسئوليت پرغاړه واخلي

۱۳۸۶ اسفند ۲۲, چهارشنبه

که د ليبرالانو په خوښه سره وي، نو ښايي چي آلمان خپلي مرستي سمدلاسه بندي کي...

https://p.dw.com/p/DTtr
د آلمان د پرمختيايي مرستو وزيره هيده ماري ويڅورک
د آلمان د پرمختيايي مرستو وزيره هيده ماري ويڅورکانځور: picture-alliance/dpa

د مالي چارو د سياستمدار يورگين کوپلين په نظر ، مرسته اخيستونکو مملکتونو ته يو سپين چک په لاس ورکول کيږي، چې هېڅوک هغه نه سي کنترولولی . او د آلمان ږغ راډيو سره د جرمني د احصايې د يوه موجود رپوټ له مخي په رښتيا سره هم، مرسته اخيستونکی هېواد کولی سي، ورته ورکول سوي پيسې بيله اصلي هدف څخه په بل څه ولگوي ، او د هغه د لگښت غلط رپوټ ورکي، نو ځکه کوپلين پوښتي:

چه آيا موږ ممکن د يوې خوا د ځينو هېوادونو بودجې ته پيسې ورکوو او کنترول نه ورباندي لرو. او د بلې خوا دغه ملکونه بيا ځان ته وسلې او عسکري تجهيزات ورباندي رانيسي . نو بايد معلومه سي ، چې په دغو پيسو څه کيږي .

د پرمختيايي مرستو د چارو وزارت هم دا اقرار کوي، چې دغه بودجوي مرستي د باور د خطر سره ملگرې دي . د نوموړي وزارت وياند هولگر ايلي دا هم په گوته کوي، چې د ډیر شک په صورت کې مالي څېړونکي ورته تعينيدلای سي ، او که د ورکول سوو پيسو څخه غلطه استفاده سوې وي ، نو په هغه صورت کې د آلمان حکومت کولی سي خپلي مرستي بيرته وغواړي . او دا شرط په هر تړون او قرارداد کې اېښول سوی دی .

د پرمختيايي مرستو وزيره هيده ماري ويڅورک څول په ډاگه کوي، چې دغه مرستې، د زريزې د بدلون په وخت کې د ملگرو ملتونو لخوا د رامنځ ته سوي پرمختيايي مرستو د تړون له مخې کيږي، کوم چې تر ٢٠١٥ ميلادي کاله پوري د بې وزلۍ نيمايي کول، د کوچنيانو د مړينې د کمښت او هم د ښو روغتيايي او پوهنيزو چارو حکم کوي.

سړی د هم هغه پخوانيو پروژو د مرستو ورکولو د اصولو سره سم هم خپل هدف ته په برياليتوب سره رسېدلی سي، لکه د کاريزونو او سړکونو جوړول . خو ميرمن ويڅورک څول بيا دا ټينگارکوي، چې مرسته اخيستونکي هېوادونه هم بايد ډیرمسئوليت پرغاړه واخلي، او په دموکراتيک ډول د مالي مرستو کنترول وکي .