1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرستیال پیلوټ خپله ناروغي پټه کړې وه

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۴ فروردین ۷, جمعه

په آلمان کې نوې پلټنې ښیی چې د جرمن وینګز مرستیال پیلوټ د پرواز په ورځ خپله ناروغي له نورو پټه کړې وه. د هغه په اړه هغه وخت څیړنې پیل شوې چې یوه فرانسوي څارنوال وویل چې مرستیال پیلوټ په قصدي توګه الوتکه غورځولې ده.

https://p.dw.com/p/1Eybd
انځور: DW/Elizabeth Schumacher

د آلمان د دوسیلدورف د ښار څارنوالي د هغه ۲۷ کلن مرستیال پیلوت چې ویل کیږي د سه شنبې په ورځ د فرانسې د آلب په غرونو کې يې د جرمن وینگز الوتکه په قصدی توگه نسکوره کړې په کور کې د ناروغی یوه څيره شوې پاڼه موندلی ده. د ناروغي دغه پاڼه معمولا د معالج ډاکتر له خوا ورکول کیږي چې ناروغ د کار وړتیا نه لري او له کار باید رخصت شی.

آلماني پلټونکو چارواکو د نوموړي پیلوټ په کور کې پرته له دغې پاڼې نور د «مخه ښه لیک او نور معلوماتي لیک» نه دی موندلی.

څارنوالي څرگنده کړه چې د نوموړي مرستیال پیلوټ «اندریاز ال» په کور کې د هغه د «روغتیايی وضعیت په هکله یو سند» وموندل شو چې په هغه کې داسی ښکاری چې نوموړي ناروغي لرله او د ډاکتر تر درمنلې لاندې وو. د څارنوالي له مطبوعاتو په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي دي چې «د پیښې په ورځ د ناروغتیا د څیرې شوې پاڼې موندل کیدل د دې ویندوي کوي چې مړ شوي سړي خپله ناروغي له خپل کار فرما او له خپلو همکارانو څخه پټه کړې وه.»

څیړونکو ویلي دي چې د مرستیال پیلوټ له کوره یې داسې کوم سند او یا نښانه نه ده موندلې چې د دغې پیښې له پاره یو سیاسي او یا مذهبي دلیل او انگیزه وگڼل شي.

د دوسیلدورف څارنوالۍ د نوموي پیلوټ د ناروغي په هکله څه نه دي ویلي. خو له دې مخکې د «بیلد» او «شپگیل آن لاین» رسنیو رپوټ ورکړی وو چې د جرمن وینگېز دغه مرستیال پیلوټ د «خپگان یا دیپریشن» په ناروغي اخته وو.

که څه هم د پیلوتې د زدکړو پر مهال په دغه مرستیال پیلوټ کې کومه ناروغي تشخیص شوې نه وه. د آلمان د لوفتانزا شرکت چې د جرمن وینگز د شرکت اصلی څیښتن دی د زدکړو له پیل څخه مخکې هر زده کوونکی پبلوت له جسمي او رواني لحاظه معاینه کوی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب