1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرسي: په مصر کې عصري او مدني حکومت جوړوم

نسیم صابر (AFP, EPD, KNA)۱۳۹۱ دی ۳۰, شنبه

د مصر ولسمشر محمد مرسي له یوې آلمانۍ ورځپانې سره په مرکه کې ویلي دي چې غواړي داسې يو عصري حکومت جوړ کړي چې ديموکراسي او آزادۍ په کې حاکمه وي. «یو اسلامیست حکومت به جوړ نه شي.»

https://p.dw.com/p/17NTp
انځور: Reuters

د مرسي دغه مرکه د «فرانکفورت الګېماينه څايتونګ» ورځپاڼې د شنبې د ورځې (د ۲۰۱۳ کال د جنوري د میاشتې ۱۹مه نیټه) په ګڼه کې چاپ شوې ده. مرسي په دغه مرکه کې ویلي دي: «موږ د ديني حاکميت پر دولت باور نه لرو. موږ د ديني حاکميت يا تيوکراسي اصلاح هيڅ نه پېژنو. موږ تل له يوه مدني دولت څخه خبرې کوو.»

د مصر تر انقلاب وروسته په دغه هیواد کې ټاکنې وشې چې په پایله کې یې د اخوان المسلمين اسلامپاله ګوند ګټونکی اعلان شو. مرسي په خپله مرکه کې زیاته کړې ده چې مصر اوس داسې یو دولت لري چې «ټول اتباع یې که هر دین او یا هم مذهب ولري، په کې ورته حقونه لري.»

مرسي ویلي دي چې عيسويانو او ښځو ته به هم د نوي اساسي قانون له مخې د نورو اتباعو په څېر ورته حقونه ورکړل شي. مرسي چې په اخوان المسلمين ګوند پورې اړه لري، زياته کړې ده چې د «هغه کار دا دی چې د ټولو مصريانو ګټې وساتي.»

زورواکي پای ته رسیدلې ده

دغه ۶۱ کلن سیاستوال ویلي دي چې د پخواني ولسمشر حسني مبارک، د رژيم له «پاته شونو» سره به له قانوني او حقوقي لارو مبارزه وکړي. هغه زیاته کړې ده: «زه به له زورواکۍ او بیروکراسۍ سره چې له لسيزو راهيسې [په مصر کې] حاکمې دي، د اساسي قانون په چوکاټ کې د قانون او قضايي قوې له لارې مبارزه وکړم.»

په تېرې نومبر میاشتې کې ولسمشر مرسي د اپوزيسيون، د ځينو قاضيانو او مطبوعاتو له نيوکو سره ځکه مخامخ شوی وو چې هغه د يوه فرمان په مرسته ځان ته ځانګړي واکونه ورکړي ول او له دې لارې يې قضايي قوه بې واکه کړې وه.

له اسراييلو سره د سولې تړون ته درناوی

مرسي له دې آلمانۍ ورځپانې سره په مرکه کې خپل بهرني سياست پورې تړلو پوښتنو ته هم ځوابونه ووايل. هغه ټینګار وکړ چې حکومت به یې له اسرييلو سره د سولې تړون ته غاړه کېږدي او په درنه سترګه به ورته وګوري.

د مرسي په خبره مصر په خپل بهرني سياست کې «له ټولو هېوادونو سره د متوازنو اړيکو ساتلو» هڅه کوي. ټاکل شوې ده چې مرسي به د جنورۍ مياشتې په پای کې د آلمان له لومړۍ وزيرې انګلا مېرکل سره په برلين کې وګوري. مرسي همداراز په خپله مرکه کې ویلي دي چې غواړي «آلمان په مصر او نزدې ختيځ کې زيات نقش» ولري.