1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرسې له خپلو خلکو څخه د آرامه پاتې کیدو غوښتنه وکړه

۱۳۹۱ بهمن ۷, شنبه
https://p.dw.com/p/17Rv0

په مصر کې د تاوتریخوالي تر پیښو وروسته ولسمشر محمد مرسي، له خلکو څخه د آرامه پاتې کیدو او د تشدد پیښو ته د پای د ټکې ایښودو غوښتنه کړې ده. ولسمشر محمد مرسي د فیسبوک او تویتر په ټولنیزو پاڼو کې له خلکو څخه غوښتي دي چې «د انقلاب له ارزښتونو سره سم عمل وکړي او خپل نظر په آزاد او سوله ییز ډول څرگند کړي، نه له تشدد څخه په ډکه توګه.»

د مصر د روغتیا وزرات د نوو معلوماتو له مخې د تاوتریخوالي په پیښو کې اووه تنه وژل شوي دي. زیاته شوې ده په دغو کسانو کې ۶ تنه د سویز په ښار کې او یو تن د اسماعلیه په ښار کې وژل شوی دی. پر دې سربیره د ټول هیواد په کچه د ۴۵۰ تنو د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شوی دی.