1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرکزي افريقا د سيمي اور اخيستلو ته خطر دی؟

سيد رياض/ فيشا هيلکا۱۳۹۲ دی ۲۵, چهارشنبه

له مرکزي افریقا جمهوریت څخه د تاوتریخوالي خبرونو د رارسیدلو لړۍ پای نه مومي. د مسلمانانو د «سلیکا» په نوم یاغیانو او د عیسوي ملېشې تر منځ اوس هم نښتي رواني دي. اوس ټولي سیمي ته د دغي شخړي د خپریدو اندېښنې زياتي شوي دي.

https://p.dw.com/p/1AqeT
انځور: MIGUEL MEDINA/AFP/Getty Images

اوس حتی له کانگو جمهوریت څخه د ناکراریو راپورونه ورکول کیږي. دغه هیواد له بحران ځپلي سیمي سره پوله لري. په کانگو کې د ملگرو ملتونو د مونسکو (MONUSCO) په نوم ماموریت د ځانگړي استازي مرستیال عبدالله وفي وایي:

«موږ له ولسي خلکو څخه داسي راپورونه تر لاسه کړي دي چې ګويا د مرکزي افریقا جمهوریت پولې ته څېرمه په اورینټاله ولایت کې د سیلیکا، جنگیالي راټول شوي دي. له دغي سيمي څخه ډیر شمېر انسانان د کانگو د سویل پر لور تښتېدلي دي.»

دغه راز د ایکواټویر ولایت چې له مرکزي افريقا جمهوريت سره پوله لري، پکښې د پخواني ولسمشر فرانسوا بوزیزي، د جنګياليو د میشتېدو راپورونه ورکړل شوي دي. فرانسوا بوزیزي د تیر کال په مارچ میاشت کې د سلیکا په نوم یاغي ډلي له خوا له واکه راوپرځول شو.

په کانگو کې بې ثباته وضعیت، د دغه کړکیچ د لا پراخېدو له پاره یو لوی خطر گڼل کیږي. د آلمان په هامبورگ ښار کې د «گیگا» له انستیتوت څخه د کانگو د چارو کارپوهه نادین انزورگ وایي:

«یاغیان پر شاتگ کولای شي، استراحت کولای شي او د سیمه ییزو کانالونو له لاري وسلي تر لاسه کولای شي. هغوی ځانونه له سره تنظیمولای شي، چې د جگړې له پاره قوي اوسي. دا د کړکیچ د لا پسې غځیدو له پاره لوی خطر دی، چې د دغه کړکېچ احتمالي حل لا پسې سختوي. دا په ټوله سیمه کې د بې ثباتۍ د رامنځته کیدو د نه منلو وړ فکتور دی.»

د کانگو جمهوریت د شرقي اروپا په شان لوی دی او ستري سیمې یې د حکومت او پوځ تر کنترول وتلي دي. زیربناوي يې په ښه حالت کې نه دي او د اورښت پرمهال پر زیاتره سړکونو باندي په سختۍ سره تگ راتگ کیدای شي. دغه هيواد سترو ځنگلونو پوښلی دی چې له څو لسیزو راهیسې پکښې د یاغیانو بې شمېره ډلي موجودي دي. د گاونډیو هیوادونو روانډا، برونډایي او یوگاندا پر یاغي ملېشو سربیره اوس د مرکزي افریقا جمهوریت یاغي ډلو هم دغه هیواد ته مخه کړې ده.

په جنوبي سوډان کې تر اوسه لا وضعیت یو څه روښانه دی، ځکه د دغه هيواد د شخړي لمن تراوسه لا گاونډیو هیوادونو ته غځېدلې نه ده. په دغه هيواد کي یاغیان په دولتي سیمه کې د شاتگ کافي امکانات لري او پر دې سربیره د تیر په شان د کانگو جمهوریت او مرکزي افریقا جمهوریت پولې د جنوبي سوډان د حکومت تر کنترول لاندې دي.

د جنوبي سوډان خلکو له جګړې څخه د تښتېدو په خاطر د دغه هیواد ګاونډيو هيوادونو له ايتوپيا او کينيا ته مخه کړې ده. خو کارپوهان وايي چي بيا هم له جنوبي سوډان څخه د کړکېچ د غځیدو خطر موجود دی، ځکه چې گاونډي هیواد یوگندا، جنوبي سوډان ته خپل لښکر لیږلی دی. یوگندا په رسمي ډول په دغه کړکیچ کې د منځگړي رول لري. د يوګندا ولسمشر یوري موسویني، واضح ویلي ول چې د جنوبي سوډان د اوسني واکمن سلوا کېړ ملاتړ کوي.

نادینه انزورگ په دې باور ده چې د دغه شان شخړه ییز وضعیت له پاره دیپلوماسي بايد لومړيتوب ولري. د هغې په خبره یوازي سیمه ییز مدیریت بسنه نه کوي. هغه زیاتوي دا چې په سیمه ییزه کچه د خطر مخه ونیول شي، د سیمې په کچه ښکیل اړخونه او مرکچیان باید یوه میز ته سره کښېني.

هغې وويل، د افریقايي ټولنې سرمشریزه چې د افریقا په مرکزي جمهوریت کې د وسله وال کړکېچ په تړاو په چاد هیواد کې څه موده تر مخه جوړه شوې وه، یوه ښه بېلگه بلل کېدای شي.