1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرکزي بانک: د ډالرو په توزيع سره به د افغانيو ارزښت وساتو

حسين سيرت۱۳۹۴ آذر ۲, دوشنبه

په داسي حال کي چي د ډالر په مقابل کي د افغانيو ارزښت کم سوی او په بازار کي بيي پورته سوي دي، مرکزي باندي وايي چي په ټوله سیمه کي د اسعارو په مقابل کي د ډالر ارزښت لوړ سوی او دا د اندېښنې نه ده.

https://p.dw.com/p/1HAge
انځور: AP

تېر کال يو ډالر په ۵۸ افغانی تبادله کېدی خو سږکال په ۶۸ افغانی تبادله کيږي او د خلکو عائيد پر هغه پخواني حالت پاته دی. دغه بدلون په بازار کي د بيو د لوړېدو سبب سوی دئ.

په افغانستان کي د ډالرو د ارزښت په لوړېدو سره په بازارونو کي د اجناسو بيي لوړي سوي او د مامورينو او کارگرانو معاشونه او عائيدات پر پخواني حالت پاته دي چي ډېر ئې له ستونزو سره مخامخ دي.

د افغانستان د مرکزي بانک چارواکي وايي چي د افغانيو په مقابل کي د ډالرو ارښت ډېرېدل له دوو کلونو راهيسي پيل سوی. له هغه وخته چي ناټو له افغانستانه د خپلو عسکرو په ايستلو پيل وکړ.

د افغانستان د مرکزي بانک رئيس خليل صديق، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د نوامبر۲۳مه) په کابل کي په یوه خبره غونډه کي وويل: «نژدې ۱۲۰ زره عسکر له هيواده ووتل، دغو ټولو لگښتونه لرل، ډالر ئې راوړل او دغه ډالر په بازار کي کښته پورته کېدل. خو موږ اوس په جنگي حالت کي يو. هغه جنگ چي زموږ څخه توليد، اقتصاد او انسانان اخلي.»

صديق وويل د افغانستان ناخالصه وده په وروستيو دوو کلونو کي د جنگ له ډېرښت سره سخته ضربه خوړلې ده. هغه زیاته کړه چي افغانستان کورني توليدات نه لري او ډېر مواد له گاونډیو هيوادنو څخه واردوي چي په دغسي يوه حالت کي امکان نه لري د افغانيو ارزښت ثابت پاته سي.

د افغانستان پولي سياست

په تيرو ۱۳ کلونو کي د افغانستان مرکزي بانک بازار ته پيسي وړاندي کولې څو د افغانيو ارزښت ثابت وساتي خو داسي ښکاري چي دغه بانک بازار ته د پيسو وړاندي کولو توان نه لري، څو د افغانيو ارزښت ثابت پاته سي.

صديق وويل: «د ډالرو ارزښت بازار ته د اجناسو د وړاندي کولو او غوښتني له مخي ټاکل کيږي. خو هغه مهال چي دغه حالت و مستهلکانو او اقتصاد ته ضربه رسوي، بانک اوضاع ته په کتو سره په بازار کي مداخله کوي.»

د مرکزي بانک رئيس وويل چي په تيرو ۱۲ کلونو کي ئې هر وخت په بازرا کي ډالر ليلام کړي، څو د افغانيو ارزښت وساتي. صديق وويل چي نړيوال بانک تيره اوونۍ د افغانيو وضعيت ارزيابي کړ او د افغانستان پولي سياست ئې تائيد کړ.

له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل او له دغه هيواد سره د مرستو کمښت داسي اندېښنې پيدا کړي چي د افغانيو د ارزښت کمېدل به د خلکو اقتصاد کمزوری کړي. خو د مرکزي بانک چارواکي وايي چي داسي پلانونه لري چي د افغانيو ارزښت د کمېدو مخه به ونيسي.

مرکزي بانک وايي چي که د حکومت اقتصادي پلانونه تطبيق سي افغانان به ښه ۱۳۹۵ل کال ولري او د افغانيو نسبي ثبات به خوندي وي. صديق وويل چي د افغانيو ارزښت د ساتلو له پاره به د پيسو ليلام ادامه ولري: «مرکزي بانک به د هغي پاليسي له مخي چي تر اوسه ئې د اسعارو د ليلام په برخه کي لرله، د بازار د شرايطو په پام کي نيولو سره به دوام ومومي.»

خو د ولسي جرگې ځينو غړو ويلي دي چي مرکزي بانک په بازار ته نه، بلکي ځينو ځانگړو کسانو ته ډالر ورکوي، چي دا به په بازرا کي د افغانيو ارزښت د ټنگښت سبب ونه گرځي.

خو د مرکزي بانک رئيس ښاغلي صديق دغه خبري رد کړې او زياته ئې کړه چي د ډالرو ليلام د ټولو هغو کسانو او صرافانو له پاره دئ چي د رانيولو توان ئې ولري.