1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرکل آلمان ته د مهاجرو راتگ یو گټور چانس وگاڼه

عبدالباري حکيم۱۳۹۴ دی ۱۰, پنجشنبه

د نوي کال په خپلې وینا کې انگلا مرکل آلمان ته د مهاجرو راتگ او په ټولنه کې د هغوی ادغام د راتلونکې لپاره یو چانس وگاڼه. د ایرو د کړکیچ پر ځای هغې د راتلونکی اروپايي فوتبال اتلولۍ یادون وکړ.

https://p.dw.com/p/1HWSo
انځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان د ۲۰۱۶ نوي میلادي کال تر ټولو مهمه یوه موضوع ده: «زمونږ پیوستون» دا خبره د آلمان صدراعظمې د نوي میلادي کال په مناسبت خپلې وینا کې د مهاجرو کړکیچ ته په کتو سره یاده کړه. مرکل وویل:« خبره پر دې ده چې مونږ باید اجازه ور نه کړو چې مونږ کې اختلافات رامنځ ته شي. نه په راتلونکي نسلونو کې او نه هم له ټولنیز لحاظه او نه هم د دې هیواد د پخوانیو ساکنو وگړو او او نه هم د نوو راغلو وگړو په مینځ کې»

د آلمان لومړۍ وزيري زياته کړه چې و آلمان ته د ډير زیات شمیر مهاجرو راتگ په دې ټولنه کې پرته له شک یوه ستره ننگونه ده، خو که چیرې دغه دنده په ښه توگه سرته ورسیږي، دا «سبا د ورځې » لپاره یو چانس هم دی، «ځکه مونږ په دې برخه کې د خپلو وگړو یو ستر ملاتړ او لیوالتیا او دغه راز د یو گڼ شمیر سیاسي تدبیرونو څخه برخه من یو.»

په آلمان کې د یو نوي ښي اړخې ډلې چې د «لویدیځ د اسلامي کولو پر ضد د اروپايي وطنپالو» غورځنگ یا «پیگیدا» په نامه مشهور شوی دی، د نوم اخیستلو څخه پرته د آلمان صدراعظمې غږ وکړ چی خلک باید د هغو کسانو خبرو ته غوږ ونه نیسي چې « په خپلو زړونو کې ساړه دي او یا په خپلو زړونو کې کرکې درلودلو سره آلماني توب یواځې د خپل ځان حق گڼي او غواړي چې نور خلک تجرید کړي.»

«کډوال توب څخه تل یوهیواد گټه تر لاسه کړې ده»

مرکل وویل جې آلمانان باید په خپل ځان پوه او آزاد، بشر دوست او د نړۍ په وړاندې غیږ پرانیستي اوسي. هغې یادونه وکړه د بهرنیانو د ادغام په مسأله کې د پخوانیو اشتباهاتو څخه زده کړه باید وشي: « زمونږ ارزښتونه، زمونږ دودونه، زمونږ له قانون څخه پوهاوی، زمونږ ژبه، زمونږ قوانین او زمونږ مقررات» د ټولو هغو خلکو لپاره صدق کوي، چې دلته ژوند کول غواړي.» صدراعظمه په خپلې وینا کې ټینگار کوي چې د یو بریالي کډوال توب څخه تل یوهیواد گټه تر لاسه کړې ده، هم له اقتصادي او له ټولنیز لحاظه. له دې سره د هغې د خبرې معنې دا ده چې چې د مهاجرو یوه زیاته برخه دلته پاتې کیږي، نه دا چې هغوی بیرته خپلو هیوادونو ته ستنیږي. د مرکل د نوي کال په مناسبت وینا کې البته دا هم څرگنده شوې ده چې د اروپا د اتحادیې بهرني سرحدونه به په ښه وجه کنترول کړای شي څو غیر قانوني کډوال په قانوني کډوال بدل شي او په عین وخت کې د کډوالو او مهاجرو د دایمي راتگ د کمولو لپاره د مهاجرت د لاملونو پرضد مبارزه وشي.

د مرکل هوډ: «مونږ دا تر سره کولای شوو»

د وینا زیاته برخه د مهاجرو کړکیچ ته ځانگړې شوې ده. مرکل د ناڅاپې خپلې خوښې او افتخاري مرستندویانو د « د مرستو د ناڅاپي چمتوالي له یو ستر او خوځند بهیر» څخه مننه وکړه. هغی وویل: « په دې کې هیڅ شک نه شته چې د دومره زیات شمیر خلکو راتگ سره له « مونږ څخه د وخت، قوت او مالي لحاظه د نور و زیاتو هڅو غوښتنه به وکړي.» په پای کې د آلمان صدراعظمې خپله مشهوره جمله تکرار کړه چې: «مونږ دا تر سره کولای شوو، ځکه آلمان یو پیاوړی هیواد دی.»

د مهاجرو د مرستندویانو تر څنگ صدراعظمې د «خپل زړه له کومې» د آلمان د پوځ د هغو ښځینه او نارینه سرتیرو څخه مننه وکړه چې د «اسلامي دولت» نومې ترهگرې ډلې پر ضد « له خپل ځان او ژوند سره «زمونږ د ارزښتونو، زمونږ د امنیت او زمونږ د آزادۍ» لپاره سرښندنه ورکوي.

هغه ننگونې چې هغې د ۲۰۱۵ کال په مناسبت وینا کې ترې یادونه کړې وه ، لکه دیجتالي انقلاب او اقلیم ساتنه، په دې وینا کې ترې یادون نه دی شوی. دغه راز د ایرو کړکیچ ته هم کومه اشاره نه ده شوې. د داسې موضوعاتو پر ځای د آلمان صدارعظمې چې د خپل د ملی فوتبال د مینه والو څخه هم ده، په فرانسه کې د اروپا د فوتبال راتلونکی اتلولۍ ته اشاره وکړه کومې کې چې هغه وویل:«زمونږ د فوتبال ملي ټیم غواړي چې اروپايی اتل هم وگرځي.»