1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرکل: تقريبا ۱۰۰ زره مهاجر به بېرته ولېږو

۱۳۹۵ آذر ۶, شنبه

د آلمان صدراعظمه انګيلا مرکل له ايالتي حکومتونو څخه غواړي چې د اړتيا په صورت کې دې رد شوي مهاجر په عاجله توګه له هيواده څخه وباسي. مرکل وايي چې ۶۰ زره مهاجر به د داوطلبانه ستنيدو پروګرام له لارې ستانه شي.

https://p.dw.com/p/2TIEr
Angela Merkel kandidiert erneut
انځور: Getty Images/S. Gallup

 انګلا مرکل د جمعې په ورځ د آلمان په نویه مونستر ښار کې د مسيحي اتحاد ګوند (سي. ډي. يو) په يوه دولتي کنفرانس کې وویل چې د دغو مهاجرو يوه دريمه حصه په جبري توګه خپلو هيوادونو ته استول کيږي. د هغې پر وينا، له دغه شمير مهاجرو څخه ۶۰ زره به يې خپلو هيوادونو ته د داوطلبانه ستنیدو پروګرام له لارې وليږدول شي.

مرکل د آلمان له فدرالي حکومت څخه وغوښتل، په هغه صورت کې چې اړتيا وي، رد شوي مهاجر دې په عاجله توګه له هيواد څخه وښکل شي. دغه امر به د دې سبب شي چې خپلو هيوادونو ته د داوطلبه ستنيدونکو مهاجرو شمير کې زياتوالی راشي.

کوم مهاجر چې په داوطلبانه توګه بيرته ستنيديږي، هغوی ته د الوتکې د ټکت لګښت او په خپل هيواد کې د نوي ژوند جوړولو د پاره يې يوه اندازه نغدي مرستې کيږي.

خو د آلمان صدراعظمې خبرداری ورکړ:« که چيرې ايالتي حکومتونه په جبري توګه د مهاجرو له وښکلو ډډه وکړي، په هغه صورت کې به مهاجر وايي چې په دواطلبانه توګه نه ستنيږو، ځکه چې نه مو وباسي». د دغو څرګندونو دليل، په برلین کې د «سور، سور او زرغون» سنا، د نوي تصميم له امله کيږي کوم چې آلمان څخه د مهاجرو وښکل په شدت سره کموي.

افغان مهاجر

مرکل، خپل هيواد ته د بيرته ستنيدونکو افغان مهاجرو ستونزو ته هم اشاره وکړه. افغانستان يوه ځانګړې ستونزه لري، ځکه چې حاضردمه تر څنګ د دې چې له آلمان څخه رد شوي مهاجر افغانستان ته استول کيږي، هره ورځ له زرو څخه تر دوه زرو پورې افغان مهاجر له پاکستان څخه خپل جنګ ځپلي هيواد ته بيرته استول کيږي.

دغه موضوع د افغان مهاجرو په بيرته ستنيدو کې کوم تغیير نشي راوستلای. مرکل وويل:« داسې نشي کیدای چې د افغانستان ټول ځوانان دې آلمان ته راشي».

د آلمان د کورنيو چارو وزارت د خپرو شويو ارقامو پر بنسټ، له آلمان څخه د اکتوبر مياشتې تر پايه پورې ۲۱ زره ۷۸۹ تنه مهاجر وښکل شوي دي.

له دې علاوه، د سپټامبر مياشتې تر پايه پورې، ۴۵ زره نور مهاجر په داوطلبانه توګه له آلمان څخه خپلو هیوادونو ته بيرته ستانه شوي دي.

دغه راز آلمان ۲۰۶ زره او ۲۰۰ تنه مهاجرو ته د اکتوبر مياشتې تر پايه پورې له آلمان څخه د وتلو پاڼې ورکړي دي. له دغه شمير څخه ۱۵۳ زره او ۷۰۰ تنو ته يې د ايستلو د ځنډولو یا «دولدونګ» موقتي پاڼې ورکړل شوي دي. په دې منځ کې ۵۲ زره او ۴۸۰ تنه بيا هغه مهاجر دي چې بايد سمدلاسه له آلمان څخه ووځي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.12.2015):