1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرکل د رد شوو مهاجرو د ديپورت په اړه پر ملي هڅو ټینګار وکړ

۱۳۹۵ مهر ۲۴, شنبه

انګلا مرکل د مهاجرت موضوع په تړاو، د هيواد په کچه د ګډو هڅو د ترسره کيدو غوښتونکې شوه. د هغې په وينا آلمان داسې کوښښونو ته اړتيا لري چې خلک یې د رد شويو مهاجرو د ديپورت کولو له بابته ډاډمن کړي وي.

https://p.dw.com/p/2RGgg
Deutschland Merkel auf dem Deutschlandtag der Jungen Union
انځور: picture alliance/dpa/G. Kirchner

د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل چې د شنبې په ورځ يې په پادرون ښار کې د آلمان د مسيحي دموکرات اتحاد ګوند د ځوانانو يوې ډلې ته خبرې کولې، په هيواد کې د مهاجرینو په هکله په « ملي کچه» د ګډو هڅو د ترسره کيدو غوښتونکې شوه. هغې ډاډ ورکړ چې دغه هراړخيز اقدام باید خلکو ته د هغو مهاجرو د بيرته استولو د اطمينان حاصلولو په مقصد ترسره شي کوم چې رد شوي او په آلمان کې د پناه غوښتنې له شرایطو سره برابر ندي. مرکل وويل: «پرته له شکه مونږ داسې ملي هڅو ته اړتيا لرو چې په ترڅ کې يې وشو کولای هغه مهاجر بيرته خپلو هيوادونو ته ولیږو کوم چې په آلمان کې نه منل کيږي». 

د آلمان د مسيحي دموکرات اتحاد ګوند له لوري له مرکل څخه ملاتړ، د هغې د مهاجرت د سياست له امله د کميدو په حال کې دی. دا په داسې حال کې ده چې په پام کې ده راتلونکی ميلادي کال په آلمان کې سرتاسري ټاکنې ترسره شي.

 انګلا مرکل په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د رد شويو مهاجرو د بيرته استولو بهير بايد په ډیره چټکۍ او عاجله توګه ترسره شي. هغې وويل دا کار به خلکو ته اطمينان ورکړي چې دولت د مهاجرو په اړه بې تفاوته ندی او دا موضوع په جدي توګه په نظر کې لري.

تيرکال کله چې مرکل د مهاجرو پر مخ د آلمان دروازې خلاصي پريښودې او له مهاجرو څخه یې تود هرکلی وکړ، د نړيوالو له لخوا په پراخه کچه وستايل شوه. په ۲۰۱۵م کال کې يوازې آلمان نږدې ۹۰۰ زره مهاجرو ته ځای ورکړ. د مهاجرو دغه ستر شمیر د دې سبب شو چې په ډیر کم وخت کې په اړوندو ادارو کې کاري فشارونو زيات او د بروکراسي یو بيساری حالت رامنځ ته شي. په دې منځ کې د آلمان په ځينو برخو کې د مهاجرو ضد احساسات هم مخ په زياتيدو شول او مهاجر هم د دغه هيواد د اوسيدونکو لخوا تر بريدونو او حملو لاندې راغلل.

 څو اوونۍ مخکې، د ښي اړخي ګوند «د آلمان لپاره بديل» چې د مهاجرو له حضور سره کلک اختلاف لري وتوانيد چې د مکلنبورګ-فورپورمن په ايالتي ټاکنو کې د آلمان د مسيحي دموکرات اتحاد ګوند سخته ماتې ورکړې او له دغه ګوند څخه مخکې شي.