1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرکل: د مهاجرو پر ادغام دې آزادې خبري وشي

آژانسونه / م.ک.ص.۱۳۹۵ تیر ۶, یکشنبه

د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل د مهاجرو د ادغام په هکله د «آزادو خبرواترو» د ترسره کیدو غوښتونکې شوه. هغه په پام کې لري چې د راتلونکې جمعې په ورځ، د مرستندویه سازمانونو او د ټولنیزو ټولنو له استاځو سره هم وګوري.

https://p.dw.com/p/1JDtL
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Schreiber

د آلمان صدراعظمې انګیلا مرکل په یوه ویډيويي مرکه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوه، په روښانه توګه یې په آلماني ټولنه کې د مهاجرو حقونو او د هغو مکلفیتونو ته اشاره وکړه. هغې وویل چې حقوق او مکلفیتونه باید په واضحه توګه بیان شي. د مرکل په وینا له قانون څخه باید پیروي وشي او مهاجر دې هڅه وکړې تر څو آلماني ژبه زده او د خپلو اقتصادي آزادیو لارې چاري پیدا کړي.

مرکل آلمان کې آزاد ژوند کول د نورو اتباعو مشروع حق وباله، خو هغې د هیواد قانون ته پر درناوې ټینګار وکړ. مرکل وویل:« په آلمان کې انسانان کولای شي په آزادانه توګه ژوند وکړي، خو هغه باید تل د هیواد د اساسي قانون پر بنسټ وي».

نوموړې د دې پوښتنې په ځواب کې چې هغه به څرنګه وشي کړای چې د مهاجرت له موجوده کړکیج څخه بریالي راووځي؛ وویل: « طبیعي ده چې موږ به په دې برخه کې له هغوي سره خبري کوو».

«يو لړ بې اعتمادۍ»

د دې سربیره، د آلمان صدراعظمه فکر کوي، چې د نوي کال په شپه، په کُلن ښار کې پر ښځو باندې لاس اچونې« یو لړ بې اعتمادۍ رامنځ ته کړي دي». خو هغې په آلمان کې د مهاجرو د ادغام د بهیر څو ښو بیلګو ته هم اشاره وکړه او تر څنګ یې څو رامنځ ته شوې جنايي پيښې هم یادې کړې.

مرکل په دې باب وویل:« په خواشینۍ سره چې د مهاجرو پر هستوګنځایونو باندې حملې د آلمان خلکو، خو مهاجرو او یا نورو هغو خلکو لخوا چې له یوې مودې راپدیخوا دلته ژوند کوي، هم ترسره شوي دي».

د آلمان صدراعظمې ټینګار وکړ چې په ټوله کې مهاجرو سره د « آزادو خبرو اترو» ترسره کیدل ضروري ده. هغې دغه راز زیاته کړه، چې په دې برخه کې د آلمان دولت، د هر ډول سلامشورې او طرزالعمل منلو ته تیار دی.

اضافي چارواکي

د خپاره شویو رپوټونو له مخې د مهاجرو په برخه کې له شته وو شکایتونو څخه یو هم په آلماني ادارو کې د بیروکراسۍ سیستم یا د زیاتو کاغذونو د کارونۍ موضوع ده چې له وجې یې د مهاجرو کارونه د ځنډ سره مخ کیږي.

انګلا مرکل په خپلې مرکه کې دغې موضوع ته هم اشاره وکړه. هغې وویل چې اوسمهال د مهاجرو اړوند ادارو کې د کارونو د ښه مخته وړلو په موخه زیات اضافي کسان په دندو ګمارل شوي دي.

آلمانۍ صدراعظمې دغه راز زیاته کړه: « د نورو ملکونو سره مو ډیرې نژدې همکارۍ شتون لري». د هغې پر وینا، هر مهاجر باید په چټکۍ سره د ادغام او ټولنۍ سره د اشنایۍ په کورسونو کې شامل کړل شي.

په پام کې ده چې مرکل د راتلونکې جمعې په ورځ د څلورم ځل لپاره د هغو اتحادیو او ټولنیزو ډلو له استاځو سره له نژدې وګوري کوم چې د مهاجرو په برخه کې کار کوي.