1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرکل: «مهاجرو ته پناه ورکول به جاري وساتو»

۱۳۹۵ مرداد ۷, پنجشنبه

مرکل د ویرڅبورگ او انزبخ پیښو څخه نوم واخیست او هغه یې «اسلامیتسي ترور» وگاڼه. هغې په المان کې د یو لړ نورو پراخو امنیتي تدابیرو اعلان وکړ او په عین وخت کې هغو کسانو څخه چې آلمان ته پناه راوړي د محافظت ژمنه وکړه.

https://p.dw.com/p/1JXFK
Angela Merkel Bundespressekonferenz
انځور: picture-alliance/dpa/K.Nietfeld

د جرمني صدراعظمې انگلا مرکل چې د خپل دوبی رخصتی قطع کړه، نن په برلین کې په یوه خبري کنفرانس کې په المان کې د تیرو ورځو تروریستي حملې وغندلی. مرکل د ویرڅبورگ او انزبخ پیښو څخه نوم واخیست او هغه یې «اسلامیتسي ترور» وگاڼه. هغې په المان کې د یو لړ نورو پراخو امنیتي تدابیرو اعلان وکړ او په عین وخت کې هغو کسانو څخه چې آلمان ته پناه راوړي د محافظت ژمنه وکړه.

مرکل د ژورنالیستانو په وړاندی وویل: « دغه حملې ټکان ورکونکې، ظالمانه او د خواشینې وړ دي. د آلمان صدراعظمی یادونه وکړه چې دغو حملو «تمدني تابو مات کړل. دا اعمال په داسې ځایونو کې پیښ شول چې کیدای شوای زمونږ تاسی هر یو هلته وای.»
«خبرداری ورکوونکی سيسټم»

هغې په عین وخت کې له چارواکو څخه وغوښتل چې د دغو پیښو د روښانه کولو لپاره له هیڅ ډول زیار څخه سپما ونه کړي. مرکل د نورو سر بیره د سازمان شوي تروریزم څخه د خبرتیا تر څنگ د داسی پیښو د مخنیوي لپاره د مخکی له مخکی یو «خبرداری ورکونکی سیستم» د جوړیدو اعلان هم وکړ.

د آلمان صدراعظمې وویل چې د ویورڅبورگ او انزبخ حملې د دوو مهاجرو له خوا تر سره شوي چې هغه یو «هیواد ته په سپکه سترگه وکتل چې دوی ته یې پناه ورکړې وه.» هغې وویل چې دا حملې د مهاجرو مرستندویانو او هغو کسانو ته چې په افتخاري ډول یې د مهاجرو په خدمت کې دي سپکاوي او تمسخر دی او هم «هغو یو زیات شمیر مهاجرو ته سپکاوی دی چې دی هیواد ته یې له جگړو او زورزیاتو څخه پناه راوړی ده.»

د یکشنبې په ماخستن د بایرن د ایالت د انزبخ په ښار کې یو سوریايي مهاجر د موسیًی د یو فیستوال په مخکې په ځانمرگي برید لاس پورې کړ. هغه خپله په دی حمله کې ووژل شوو او ۱۵ انسانان یې ټپیان کړل. لومړني تحقیقات ښيي چې دغه برید هم لکه په ویرڅبورگ کې د جولای د ۱۸ نیټې د حملې په څيراسلامیستي تړاو لري. په ویرڅبورگ کې یو ۱۷ کلن مهاجر چې گمان کیږي له افغانستان څخه وي، د یوه ریل پنځه مسافر په چړې او تبر سره ټپیان کړل.
د فدرالي پوځ ګومارل

د دغو پیښو په وړاندی د غبرگون په توگه مرکل په آلمان کې د امنیت د ساتنې لپاره د یو نهه فقره یي پلان اعلان وکړ. په دغه پلان کې د ځینو نورو تدابیرو ترڅنگ د مهاجرو د اخراجولو لپاره د موانعو کمول او د غټو تروریستي حملو په صورت کې د آلمان په دننه کې د فدرالي پوځ گمارل شامل دي. صدراعظمی مرکل وویل:«هرچیرې چې یوه خلاء موجوده وي، هلته به مونږ په عمل لاس پورې کړو.»

مرکل د مهاجرو په وړاندي د خپل سياست او تګلاري څخه دفاع وکړه. هغې پر خپلي هغې يو جملې بيا ټينګار وکړ، چي يو کال مخکي يې د مهاجرو د ستونزو د حل په تړاو کړې وه:

« ما یولس میاشتې مخکې داسی نه وه ویلې چې دا یو آسانه کار دی چې مونږ به یې په ضمني توگه تر سره کړای شوو. که داسی وای، نو ما دا جمله هیڅکله نه یادوله. خو زه نن لکه د پخوا په څير باور لرم چې مونږ دا کار کولی شوو، دا یو تاریخي دنده او دا د گلوبلازییشن په زمانه کې رښتیاي هم یوه تاریخی ننگونه ده چې مونږ باید ورته ځواب پیدا کړو. مونږ دا کار سرته رسولای شوو. سر بیره پر دی په تیرو میاشتو کې مونږ ډير څه تر سره کړل.»

مرکل خپله دغه تاریخي جمله د تیر کال د اگست په ۳۱ د دوبي له رخصتي څخه وروسته په خپل کلني مطبوعاتي کنفرانس کې یاده کړی. خو دا چې د مهاجرو دغه ستر بهیر ته په کتو سره دغه ستونزه څرنگه حل کیدای شي، له تیر کال څخه را په دې خوا مرکل تر فشار لاندې راغلی ده. وروستي تروریستي حملو د خلکو په منځ کې امنیتي انديښنې زیاتې کړې. په همدی وجه هغې خپله رخصتي پریښوده او نن یې دغه کلنی کنفرانس دایر کړ.