1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرکل په اماراتو کې: د مهاجرت او سوداګرۍ خبرې

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۱, دوشنبه

ټاکل شوې چې کتنو د اصلي موضوع چې د جي ۲۰ کنفرانس دی، تر څنګ به د مهاجرینو د موضوع پر سر هم بحث وشي. په عین حال کې، د اماراتو یوه چارواکي خبردارۍ ورکړی چې آلمان باید په کور دننه د امنیتي تهدیدونو له امله ډیر پام وکړي.

https://p.dw.com/p/2cCBo
Saudi-Arabien Angela Merkel, Mohammed bin Naif bin Abdulaziz
انځور: picture-alliance/AP Photo/Saudi Press Agency

د آلمان صدر اعظمه انګلا مرکل د دوشنبې په ورځ د راتلونکي جي شل کنفرانس چې د روان کال د جولای په میاشت کې د آلمان په همبورګ ښار کې ترسره کیږي، د خبرو په موخه په رسمي سفر متحده عربي اماراتو ته رسیدلې ده.

له هغې څخه د متحده عرب اماراتو ولیعهد شیخ محمد بن زاید ال نهیان هرکلی وکړ او تمه ده چې د میرمنو د غښتلتیا او د اقلیم د بدلون په سر به خبرې اترې وکړي.

د آلمان یو لوړ پوړی سوداګریز پلاوی په دې سفر کې د انګلامرکل ملتیا کوي ترڅو د خلیج په سیمه کې له هیوادونو سره سوداګریزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي. د خلیج د سیمې د هیوادونو له ډلې څخه متحده عرب امارات د آلمان ترټولو ستر سوداګریز ملګر دی. سعودي عربستان بیا په دې کتار کې په دوهم مقام کې دی.

په متحده عرب اماراتو کې کابو ۹۰۰ آلماني شرکتونه فعالیت کوي چې له دې ډلې یوازې ۶۰۰ یې په دبی کې فعالیت کوي. تیرکال، د آلمان او متحده عرب اماراتو د سوداګرۍ کچه ۱۳،۶ میلیارده یورو ته رسیدلې وه.

د افراطي تبلیغیانو په هکله آلمان ته خبردراۍ

که څه هم د دې کتنو اصلي موضوع د جي ۲۰ کنفرانس دی خو مرکل هڅه کوي چې د خلیج د سیمې هیوادونه دې ته وهڅوي ترڅو لا ډیر مهاجرین ومني او د منځني ختیځ د هیوادونو هغو مهاجرینو ته ډیرې بشري مرستې وړاندې کړې چې د جګړو او نا امنیو له امله مهاجرت ته اړ شوي دي.

په برلین کې د متحده عرب اماراتو سفیر، علي عبدالله ال احمد د آلمان خبري آژانس ته د مرکل له سفر مخکې وویل چې، له مهاجرینو سره د مرستې او د بې وزلې سره د مبارزې له پاره د هغه هیواد علاقه لري چې له آلمان سره ګډ کار وکړي.

Saudi-Arabien Reise Bundeskanzlerin Merkel in Dschidda
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

نوموړي همدا راز خبردارۍ ورکړ چې آلمان باید په جوماتونو کې د افراطي اسلامي تبلیغیانو د فعالیت په هکله ډیر هویښیار اوسي. ال احمد په دې هکله ویلي: «دا ډیره مهمه ده چې پدې باید خبر اوسئ چې د اروپا په جوماتونو کې مهاجرینو ته څرنګه پیغام ورکول کیږي.»

هغه وايي چې که څه هم د مرکل له خوا د مسلمان میشته هیوادونو د سلګونو زرو مهاجرینو منل یو بشري نیک کار وو، خو دا کار له خطر څخه خالي هم نه دی.

کله چې له هغه څخه د دې موضوع په هکله چې «آلماني سیاستوالو له اماراتو د مهاجرینو د منلو غوښتنه کوي» وپوښتل شول، ال احمد وویل چې د هغه هیواد همدا اوس په اردن کې د مهاجرینو د یو کمپ مالي مصارف په غاړه لري او له یونان سره هم مرسته کوي چې دې ته ورته یو کمپ جوړ کړي. نوموړي همدا راز وویل چې د هغه هیواد دې ته متعهد دی چې په راتلونکو درې کلونو کې ۱۵۰۰۰ سوریايي مهاجرین په خپله خاوره کې ومني.

آلمان د ۲۰۱۵م کال راهیسې له سوریې، افغانستان او عراق څخه له یو میلیون څخه ډیرو مهاجرو ته په خپل خاوره کې پناه ورکړې ده. د مهاجرینو د ډیر شمیر راتګ په دې هیواد کې ځینې امنیتي ستونزې هم رامنځته کړي دي. آلمان د ټاکنو له پاره چمتوالی نیسي، او داسې ښکاري په ټاکنیزو مبارزو کې د مهاجرینو موضوع به یو له مهمو موضوع ګانو څخه وي.