1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرکه: د خوست د تلفاتو کچه ۳۳ تنو لوړه شوه

۱۳۹۴ تیر ۲۲, دوشنبه

په خوست کې یوې پوځې اډې ته څیرمه ځانمرگي برید لږ تر لږه ۲۶ تنه وژلي دي. دغه پوځي اډه یوه وخت د CIA د کارکوونکو له لورې استعمالیده. د والي دفتر بیا د ۳۳ تنو د وژل کیدو خبره کړې.

https://p.dw.com/p/1FxeX
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kargar

[No title]

اسوشیتد پرس خبري آژانس د خوست د پولیسو د مرستیال یعقوب خان، له قوله لیکلي دي چې ځانمرگي برید کوونکي د «چمپمېن» اډې ته څیرمه د خوست د ولایتي ځواکونو پر پوستې برید کړی دی. دغه خبري آژانس د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي دي چې دغه پوځي اډه د افغانانو ده او په وینا یې ځیني امریکاي ځانگړي عملیاتي ځواکونه هم په کې میشت دي.
د خوست ولایت د عامه روغتیا رئیس ډاکټر حمیدالله حمیدي، ویلي دي چې ځایي روغتونونو ته لږ تر لږه د ۲۶ ملکي افغانانو جسدونه لیږدول شوي دي. د هغه په وینا چاودنې نهه تنه ټپیان کړي هم دي. دغه چاودنه د یکشنبې په ماښام ناوخته رامنځ ته شوې ده.
د خوست ولایت د امنیې قوماندان جنرال فیض الله غیرت، ویلي دي: «دغه چاودنه دومره درنه وه چې کابو ټول خوست ښار یې لړزولی دی.»
د خوست د والي د دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د مرگ ژوبلې شمیر متفاوت ښوول شوی دی. په دغه اعلامیه کې راغلي دي چې په ۳۳ وژل شوو کسانو کې د ۹ ماشومانو په شمول ۲۷ ملکي کسان شامل دي او پر دې سربیره د امنیتي ځواکونو اووه تنه هم وژل شوي دي. د دغې بیانې له مخې په چاودنه کې د امنیتي ځواکونو نور ۱۲ تنه ټپیان شوي هم دي.
د اسوشیتد پرس خبري آژانس د پولیسو د یوه افسر له قوله چې د نوم د نه ښوولو په شرط یې له نوموړي خبري آژانس سره خبري کړي ویلي دي چې ځانمرگي برید کوونکي هغه وخت چاودنه وکړه چې ډیر شمیر ملکي موټرو عمومي سړک ته د اوښتو له پاره انتظار کاوه. د هغه په وینا وژل شوي ملکي کسان هغه خلک دي چې په دغو موټرو کې ناست ول. ویل شوي دي چې ځانمرگي برید کوونکي په موټر کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړی وو.
تر چاودنې وروسته بهرنیو او افغان ځواکونو دغه سیمه کلابنده کړې او د ژونالیستانو او پولیسو په شمول یې چاته د پیښې سیمې ته د تگ اجازه نه ده ورکړې. د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پینتاگون په دې هکله نظر ورکول په افغانستان کې میشت د ناټو ځواکونو ته راجع کړې ده.
په افغانستان کې میشت د ناټو ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې «د چاودنې په پایله کې هیڅ کوم امریکايي او یا د ائتلافي ځواکونو پرسونل نه دی ټپي شوی» خو په دې هکله یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
لا تر اوسه هیڅ کومې ډلې په خوست کې د چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې. په ۲۰۰۹م کال کې د چمپمېن په پوځي اډه کې د طالبانو په یوه ځانمرگي برید کې د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې یا CIA اوو کارکوونکي او یو اردنی خبریال وژل شوي وو.