1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مریم دراني، په کندهار کې د ښځو لوړ غږ

محمد ابراهیم سپیڅلی۱۳۹۴ تیر ۲۵, پنجشنبه

مریم دراني په کندهار کې ښځو ته مسلکي روزنې ورکوي ترڅو پر خپلو پښو ودریږي، انګلیسي او انترنت ورزده کوي چې له نړۍ سره په اړیکه کې ووسي او د یوې راډیو له لارې یې غږ ټولو کندهاریانو ته رسوي.

https://p.dw.com/p/1G0GX
مریم دراني
انځور: DW/M.-I. Spesalai

د نړۍ او یا هم د افغانستان په نورو برخو کې ښايي د نجونو او ښځو له پاره د انګلیسې ژبې او مسکلي کارونو د زده کړې شرایط برابرول ډیر ستونزمن کار نه وي، خو په کندهار ولایت کې چې د افغانستان د تر ټولو ناآرامه ولایتونو په ډله کې یو دی، دغه ډول فعالیتونه ډیرې زړورتیا، لوړې ژمنې، پراخې حوصلې او پوخ هوډ ته اړتیا لري. مریم دراني همدې کار ته ملا تړلې او په برخه کې یې د پام وړ پرمختګ هم کړی دی.

میرمن درانۍ۳۱ کاله وړاندې په ایران کې د کډوالۍ پر مهال زیږېدلې او په همدې هیواد کې يې تر یوولسم ټولګی پوري زده کړي. هغه اوس په یوه خصوصي پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د وروستی کال محصله ده.

له ایران څخه افغانستان ته تر ستنیدو وروسته درانۍ په کندهار کې د ښځو او میرمنو اړتیاوې تشخیص کړې او د هغوی د حلولو له پاره یې لستوڼې بډ وهل. هغه وایي: «هغه وخت چی موږ له ایران څخه بیرته کندهار ته راستانه سو نو دلته مي د میرمنو ژوند ولید خورا يې ځورولم. آن ښځي له خپلو حقونو څخه ناخبرې وې.»

د درانۍ په خبره د نورو تر څنګ په خاصه توګه کډوال چې له پاکستان، ایران او نورو هیوادونو څخه بیرته خپلو مینو ته ستنیدل له زیاتو ستونزو سره مخ ول. هغه وایي چې په ځانګړي ډول ستنې شوې ځواني نجونې په ټولنه کې ژر نه منل کيدې ځکه هغوی په پردۍ ټولنه کې رالوی سوی وې. دراني وایي: «دغه ټولې ناخوالې د دې سبب سوې چې زه په کندهار کې د ښځو له پاره یو مدني او فرهنګي حرکت پیل کړم.»

دغې ځوانې افغانې میرمنې خپل کارونه له معلمۍ څخه پیل کړل او لس کاله وړاندې په ۱۳۸۴هجري لمریز کال کې یې د «خدیجه الکبرا» په نامه د ښځو يوه ټولنه جوړه کړه. په دې ټولنه کې په لومړي سر کې ښځو او نجونو ته د لاسي صنایعو په برخه کې زده کړې ورکول کیدې. خو اوس د دغې ټولنې فعالیتونه پراخ شوي دي او ډیر شمیر بې وزلو میرمنو ته په کې د کار موندنې، سواد زده کړې، خیاطي، د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او د هنري کارونو د زده کولو موقع مساعده شوې ده.

لیریو پرتو سیمو ته د ښځو د غږ رسول

دراني ډیر ژر پر دې خبره پوه شوه چې په اساسي توګه د ښځو د ستونزو هوارولو له پاره باید له خپل خوځښت سره نارینه کندهاریان هم مل کړي. خو دغه کار د کندهار په سنتي ټولنه کې اسانه او له ستونزو خالي نه وو. هغه وایي: «ما د خپلې ټولنې یوه کمزوري حس کړه او نه مي سوای کولای چې د ښځو د ستونزو په اړه زیاتې میرمنې او نارینه سره په یوه ځای کې راټول کړم او خپل غږ ورته ورسوم.»

د دې له پاره چې درانۍ د کندهار لیریو پرتو سیمو ته د ښځو د غږ ورسوي او په یوه وخت کې له ډیرو نارینه او ښځو سره په اړیکه کې وي، مریم دراني په ۲۰۱۱ کال کې د «میرمن» په نوم یوه راډیو جوړه کړه. هغه وایي: «د راډیو ډیری خپرونې د میرمنو له پاره دي او میرمني يې خپرونې پر مخ وړي. راډیو اوس پر خپلو پښو ولاړه ده او په سیمه ییزه کچه يې خپل ځای او اوریدونکی پيداکړي دي.»

د نورو له پاره کار

فاطمه د کندهار اوسیندونکې ده چې په «خدیجه الکبرا» بنسټ کې یې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي دي. هغه اوس په کندهار کې چې ډیری نورې میرمنې په کورنو کې ناستې او د خپل میړه مالي مرستو پورې تړې وي، له خپلې کورنۍ سره مالي مرستې کوي: «دلته مي لاسي کارونه لکه خیاطي، خامک او نور ډیر څه زده کړل. اوس له خپلي کورنۍ سره اقتصادی مرسته کوم. دا زما له پاره یوه لویه نیکمرغي ده.»

د ټولنیزو چارو کارپوهان وایي چې په افغانستان کې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پیښو لوړه کچه لري، ډیری ستونزې له دې کبله رامنځ ته کیږي چې ښځي له مالي لحاظه کورنیو پورې تړلې وي او پخپله عایداتي سرچیني نه لري. دراني د همدې ستونزې د له منځه وړلو له پاره په خپل بنسټ کې مسلکي پروګرامونه په لاره اچولي دي. خو هغه پر دې ښه پوهیږي چې افغانې میرمنې پر خپلو حقوقو د خبریدو له پاره زده کړو ته اړتیا لري.

صابره له همدغه ډول روزنیز برنامه څخه په «خدیجه الکبرا» بنسټ کې ګټه اخلي او وایي چې په ژوند کې یې لوی بدلون رامنځ ته شوی دی: «دلته انګلیسي زده کوم او بیا د خپلو درسونو د ښې زده کړې له پاره په انټرنیټ کی د انګلیسي په مرسته هغه معلومات ترلاسه کوم چی په پښتو او دري ژبو نه وي. زه خوشحاله یم او په ژوند کی مي لوی بدلون راغلی دی.»

کندهارۍ میرمنې د «ملالې میوندې» په نامه وړیا انټرنیټ کیفي لاسرسی لري او د «زده کړو کور» په نوم د انګلیسي، کمپيوټر او سواد زده کړي به کورس کې په وړیا توګې روزنې ترلاسه کوي. دغه هر څه د میرمن دراني په ابتکار رامنځ ته شوي دي چې به لسهاو ښځې او نجونې ورڅخه ګټه اخلي.

پر خپلو پښو د ښځو له دریدو سره مرسته

درانی وايي چې ټولنه یې بې وزله میرمنو ته پورونه هم ورکوي: «زموږ ټولنه د خپلو نورو کارونو ترڅنګ هغو کورنیو ته چې اقتصادي چاري يې د میرمنو پر اوږو وي پورونه ورکوي او په کال کې دوه یا درې ځله د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرستی هم ورسره کوي.»

د ښځو د حقونو په برخه کې دغه فعاله وایي چې له دې لارې ډیرې میرمنې پر خپلو پښو باندې دریدلي او د نورو له پاره پر بیلګو بدلې شوي دي.

هغه وایي: «زه په ډاډ ویلای شم چې له دې لاري زیاتی میرمنی د خپل شخصي کور خاوندانې شوي دي او یا هم هغه میرمنو چې ورته پور ورکول شوی خپلو ځوانو زامنو ته په واده کولو توانیدلي دي.»

نړیوالې جایزې

مریم دراني د خپلو هلوځلو له کبله په نړيواله کچه ستایل شوې او ډیری جایزې یې ترلاسه کړي دي. هغې ته د نورو هیوادونو تر څنګ په امریکا متحده ایالاتو کې د زړه ورې ښځې، په هالند کې د بیان د ازادۍ جایزې او په ترکیې کې د سولي جایزه ورکړل شوې ده.

میرمن دراني په امریکا متحده ایالاتو کې د ملي دموکراسي ټولنې له خوا د نړۍ په کچه د ۳۰ فعالو ځوانانو په کتار کې شامله شوې او د «ټایمز» مجلې له خوا هم په نړۍ کې د سل اغیرمنو ښځو په لیکه کې شامله شوې ده.