1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مریم درانۍ، په کندهار کې د ښځو لوړ غږ

ابراهیم سپیڅلی۱۳۹۴ تیر ۲۷, شنبه

مریم درانۍ په کندهار کې ښځو ته مسلکي روزنه ورکوي، څو پر خپلو پښو ودریږي، انګلیسي او د انترنت کارول زده کړي، له نړۍ سره په اړیکه کې وي او د یوې راډیو له لارې یې غږ ټولو کندهاریانو ته رسوي.

https://p.dw.com/p/1G0wB
انځور: DW/M.-I. Spesalai

د افغانستان په نورو برخو کې ښايي د نجونو او ښځو له پاره د انګلیسي ژبي او مسکلي کارونو د زده کړې شرایط برابرول ډیر ستونزمن کار نه وي، خو په کندهار کې چې د افغانستان کې يو له تر ټولو ناآرامه ولايتونو څخه دی، دغه ډول فعالیتونه ډیري زړورتیا، ستري ژمني، پراخه حوصله او پوخ هوډ غواړي. مریم درانۍ همدې کار ته ملا تړلې ده او ښه پرمختګ يې هم کړی دی.

میرمن درانۍ ۳۱ کاله دمخه په ایران کې د کډوالۍ پر مهال زیږېدلې او تر یوولسم ټولګي پوري يې هلته زده کړي کړي دي. درانۍ اوس په یوه خصوصي پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د وروستي کال محصله ده.

له ایران څخه افغانستان ته تر ستنیدو وروسته درانۍ په کندهار کې د ښځو او میرمنو اړتیاوي تشخیص کړې او د هغوی د حلولو له پاره یې لستوڼي بډ وهل. دا وایي: «هغه وخت چی موږ له ایران څخه بیرته کندهار ته راستانه سو نو دلته مي د میرمنو ژوند ولید خورا يې زورولم. آن ښځي له خپلو حقونو څخه ناخبري وې.»

د درانۍ په خبره د نورو تر څنګ په خاصه توګه کډوال چې له پاکستان، ایران او نورو هیوادونو څخه بیرته خپلو مېنو ته راستنیدل له زیاتو ستونزو سره مخامخ ول.

هغه وایي چې په ځانګړي ډول راستنې شوي ځواني نجوني په ټولنه کې ژر نه منل کيدې، ځکه هغوی په پردۍ ټولنه کې رالوی سوي وې. درانۍ وایي: «دغه ټولي ناخوالي د دې سبب سوې چې زه په کندهار کې د ښځو له پاره یو مدني او فرهنګي حرکت پیل کړم«.

دغي ځواني افغاني کارو له معلمۍ څخه پیل کړ او لس کاله دمخه په ۱۳۸۴هجري لمریز کال کې یې د «خدیجه الکبرا» په نامه د ښځو يوه ټولنه جوړه کړه. په دې ټولنه کې اول ښځو او نجونو ته د لاسي صنایعو په برخه کې زده کړې ورکول کیدې. خو اوس د دغې ټولني فعالیتونه پراخ شوي دي او ډیرو بې وزلو ښځو ته پکښې د کار موندني، سواد زده کړې، خیاطۍ، انګلیسي ژبې، کمپیوټر او د هنري کارونو د زده کولو موقع برابره شوې ده.

لیرو سیمو ته د ښځو غږ رسول

درانۍ ډیر ژر په دې پوه شوه چې په اساسي توګه د ښځو د ستونزو اوارولو له پاره باید له خپل خوځښت سره نارینه هم مل کړي. خو دغه کار د کندهار په سنتي ټولنه کې اسانه او له ستونزو خالي نه وو. هغه وایي: «ما د خپلي ټولني یوه کمزوري حس کړه او نه مي سوای کولای چې د ښځو د ستونزو په اړه ډېري میرمنې او نارینه په يوه ځای کې سره راټول کړم او خپل غږ پورته کړم«.

افغان اوس هم د ښځو له پاره یو ناامنه هیواد بلل کیږي.
افغان اوس هم د ښځو له پاره یو ناامنه هیواد بلل کیږي.انځور: picture-alliance/dpa/J. Lai

د دې له پاره چې درانۍ د کندهار لیرو پرتو سیمو ته د ښځو غږ ورسوي او په یوه وخت کې له ډیرو نارینه او ښځو سره په اړیکه کې وي، په ۲۰۱۱م کال کې يې د «میرمن» په نوم یوه راډیو جوړه کړه: «د راډیو ډیري خپروني د میرمنو له پاره دي او ښځي يې خپروني پر مخ وړي. راډیو اوس پر خپلو پښو ولاړه ده او په سیمه کي يې خپل ځای او اوریدونکی پيداکړي دي«.

د نورو له پاره کار

فاطمه د کندهار اوسیندونکې ده چې په «خدیجه الکبرا» بنسټ کې یې مسلکي زده کړي کړي دي. هغه اوس په کندهار کې چې ډیري نوري میرمنې پر کور ناستې او د خپل میړه په مالي مرستو پوري تړلي وي، له خپلې کورنۍ سره مالي مرستې کوي: «دلته مي لاسي کارونه لکه خیاطي، خامک او نور ډیر څه زده کړل. اوس له خپلي کورنۍ سره اقتصادی مرسته کوم. دا زما له پاره یوه لویه نیکمرغي ده«.

د ټولنیزو چارو کارپوهان وایي چې په افغانستان کې چې له ښځو سره تاوتریخوالی ډېر دی، ډیري ستونزې له دې کبله رامنځ ته کیږي چې ښځي له مالي لحاظه په کورنیو پورې تړلې وي او پخپلي عایداتي سرچیني نه لري .

درانۍ د همدي ستونزي د له منځه وړلو له پاره په خپل بنسټ کې مسلکي پروګرامونه جوړ کړي دي. خو هغه په دې ښه پوهیږي چې ښځي د خپلو حقوقو د خبریدو له پاره زده کړو ته اړتیا لري.

صابره له همدې روزنیزي برنامه څخه په «خدیجه الکبرا» بنسټ کې ګټه اخلي او وایي چې په ژوند کې یې لوی بدلون راغلی دی: «دلته انګلیسي زده کوم او بیا د خپلو درسونو د ښې زده کړې له پاره په انټرنیټ کی د انګلیسي په مرسته هغه معلومات راټولوم چی په پښتو او دري ژبو نه وي. زه خوشحاله یم او په ژوند کی مي لوی بدلون راغلی دی«.

د نورو ترڅنګ د لومړي میرمن رولا غني هم د ښځو د حقونو په برخه کې کار کوي.
د نورو ترڅنګ د لومړي میرمن رولا غني هم د ښځو د حقونو په برخه کې کار کوي.انځور: Getty Images/AFP/Wakil Kohsar

کندهارۍ میرمنې د «ملالې میوندۍ» په نامه وړیا انټرنیټ کیفي ته لاسرسی لري او د «زده کړو کور» په نوم د انګلیسي، کمپيوټر او سواد زده کړي په کورس کې په وړیا توګه روزل کيږي. دا هر څه د درانۍ په ابتکار شوي دي چې په لسونو ښځې او نجوني ګټه ځني اخلي.

پر خپلو پښو د ښځو له دریدو سره مرسته

درانۍ وايي چې ټولنه یې بې وزله میرمنو ته پورونه هم ورکوي: «زموږ ټولنه د خپلو نورو کارونو ترڅنګ هغو کورنیو ته چې اقتصادي چاري يې د میرمنو پر اوږو وي پورونه ورکوي او په کال کې دوه یا درې ځله د خوراکي او غیري خوراکي موادو مرستي هم ورسره کوي«.

د ښځو د حقونو په برخه کې دغه فعاله وایي چې له دې لارې ډیري میرمنې پر خپلو پښو دریدلي او د نورو له پاره په بیلګو بدلي شوي دي.

هغه وایي: «زه په ډاډ ویلای شم چې له دې لاري زیاتي میرمنی د خپل شخصي کور خاونداني شوي دي او یا هم هغه میرمنو چې ورته پور ورکول شوی خپلو ځوانو زامنو ته په واده کولو توانیدلي دي«.

نړیوالي جایزې

مریم درانۍ د خپلو هلوځلو له کبله په نړۍ کې ستایل شوې او ډیري جایزې ورکړل شوي دي. هغې ته د نورو هیوادونو تر څنګ په امریکا متحدو ایالاتو کې د زړه وري ښځې، په هالند کې د بیان د ازادۍ جایزې او په ترکيه کې د سولي جایزه ورکړل شوې ده.

میرمن دراني په امریکا متحدو ایالاتو کې د ملي دموکراسي ټولني له خوا په نړۍ کې د۳۰ فعالو ځوانانو په کتار کې شامله شوې او د «ټایمز» مجلې له خوا هم په نړۍ کې د سل غیرتمنو ښځو په ليست کې شامله شوې ده.