1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مزار شریف: 260 پولیس وروزل شول

۱۳۹۰ تیر ۲۱, سه‌شنبه

افغانستان کي د پوليسو د روزني او مسلکي کولو د لړي پر دوام دا دي بيا هم د مزارشريف په ښار کي د ملي پوليسو د عامه نظم له روزنيز مرکز څخه 260 پوليس فارغ شول، خو چارواکي د دغو پولیسو لپاره د مدرنه وسلو د نه شتون څخه سر ټکوي

https://p.dw.com/p/11tgN
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: DW

د شمال زون د ساحوي پولسو د 303 پامیر د قومانداني چارواکي وايي چي که څه هم تر اوسه له دغه مرکز څخه له زرو ډير سرتيري فارغ شوي خو د دغو پولیسو په وړاندي لويه ستونزه د مدرنه وسلو او تجيزاتو لږوالي دي.

د شمال زون د ساحوي پولیسو د عامه نظم دغه سرتیرو چي شمير يي 260 تنو ته رسيږي څلور مياشتي زده کړې کړي او په دې وروستيو کي يي د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کي د فراغت سندونه تر لاسه کړل.

د شمال زون د ساحوي پولسو د 303 پامير قومانداني وياند، لعل محمد احمدزی، وايي دغو سرتيرو په څلورو مياشتو کي د افغان، امريکايي او فرانسوي روزونکو لخوا زده کړي ترلاسه کړي دي.

ښا غلي احمد زي زیاتوي:

«دغه پولیس چي دلته روزل شوي هغه کسان دي چي له نهم څخه تر دولسم ټولګيو پوري يي زده کړي کړي. دا د دغه مرکز څلوار لسمه دوره فارغین دي.»

له بلي خوا فارغ شوي سرتيري هم خوشحاله دي چي دوي په مسلکي ډول روزل شوي او کولاي شي چي خپلي دندي په ښه توګه تر سره کړي.

دغه سرتيري له افغان ځوانانو څخه غواړي ترڅو د پولیسو په ليکو کي په شامليدو سره خپل هيواد ته د خدمت جوګه شي.

که څه هم په تيرو 14 دورو کي له دغه روزنيز مرکز څخه تر زرو ډير ملي پولس فارغ شوي، خو افغان چارواکي وايي چي د مدرنه وسلو او تجهيزاتو نه شتون اوس د فارغ شویو پولیسو تر ټولو لويه ستونزه ده.

افغان پوځي چارواکي کواښ کوي چي که چیري افغان امنیتي ځواکونه تر 2014 کال پوري پر مدرنو وسلو سمبال نه شي نو دوي به و نه شي کولاي چي د خپل هیواد امنیت ټنګ کړي.

په مزارشريف کي نه یوازي د ملي پولیسو بلکه، د ملي اردو او سرحدي پوليسو د روزني مرکزونه هم شته، چي تر دمګړي يي په زرګونو سرتيري روزلی او یا هم تر زده کړي لاندي دي.

دویچه ویله/ عبدالحميد صافي
کتونکی: مسعود جهش