1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسلمانانو ته د البغدادي «نوی پيغام» خپور شوی

Reuters,AFP/ مسعود جهش۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۵, جمعه

هغه غږیز پیغام چې ادعا کيږي د ترهگري ډلي «اسلامي دولت» د مشر ابوبکر البغدادي دی، د پنجشنبې په ورځ خپور شوی دی. په دې پیغام کې هغه د نړۍ پر مسلمانانو باندي غږ کړی دی چې په سوريه او عراق کې په جګړه کې برخه واخلي.

https://p.dw.com/p/1FQ2F
انځور: picture alliance/AP Photo

له هغه وروسته چې یو شمیر رسنیو په بغداد کې د البغدادي د ټپي کیدو خبرونه خپاره کړل، دا د هغه لومړی خپور شوی پیغام دی چې ویل کیږي د ترهګري ډلي په دغه رهبر پوري تړاو لري.

د «اسلامي دولت» ډلي الفراقون رسنۍ، دغه غږيز پیغام په څو انترنتي پاڼو کې خپور کړی دی. په دې پیغام کې یو کس چې غږ یې د «اسلامي دولت» ډلي مشر ابوبکر البغدادي ته ورته دی پر مسلمانانو باندې غږ کوي چې له دوی سره یوځای شي.

خپور شوی غږ وایي: «هیڅ مسلمان داسي عذر نه لري چې اسلامي دولت ته کډه و نه کړي ... د هغه [د اسلام له جګړې سره] یوځای کیدل د هر مسلمان دنده ده. موږ پر تاسو غږ کوو چې یا موږ سره یوځای شئ او یا هم هر چیري چې یاست [د جګړې له پاره] وسلې له ځان سره ولېږدوئ. »

تر اوسه پورې لا کومي خپلواکي سرچینې د دغه پیغام اصلیت او دا چې هغه څه وخت ثبت شوی دی، نه دی تثبیت کړی.

سعودي عربستان ته ګواښ

په دې پیغام کې البغدادي د سعودي عربستان مشرانو ته، چې دی یې خپل دښمنان بولي، هم ګواښ کړی دی. هغه وایي چې د دغو مشرانو پای رانژدې شوی دی او زیاتوي چې د خلیج هیوادونو مشران د سني مسلمانانو په منځ کې د هغه د ډلي له شهرت څخه د خطر احساس کوي.

سعودي عربستان اوس په یمن کې د حوثي شیعه ياغيانو پر ضد د یوه ائتلاف مشرتوت، او پر هغوی بمباري کوي.

البغدادي په خپل پیغام کې د مصر په گډون په بېلابېلو هیوادونو کې د «اسلامي دولت» ډلي د پلویانو ستاینه کړې ده.

له هغه وخت راهیسې چې البغدادي خپل ځان خلیفه اعلان کړی دی، څو غږیز پیغامونه یې خپاره کړي دي، خو یوازي یو وار هغه مهال په يوه ويديو کي راڅرگند شو چې دغي ډلي د عراق موصل ښار ونيو.

ځینو رسنیو د روان کال په پیل کې رپوټ ورکړی وو چې البغدادي اوس د اسلامي دولت مشرتوب پر غاړه نه لري، ځینو رسنیو بیا آن ویلي ول چې هغه وژل شوی دی.