1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسلمانو مهاجرو ۱۲عيسويان درياب ته اچولي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ فروردین ۲۸, جمعه

د ايټاليا پوليسو ويلي دي چي مسلمانو مهاجرو اورپا ته په اوبو کي د سفر پرمهال ۱۲ عيسويان درياب ته ور غورځولي دي. پيښه په سيسيل کي هغه مهال رامنځ ته سوې ده چي په کښتۍ کي د مهاجرو ترمنځ شخړه سوې.

https://p.dw.com/p/1F9ts
انځور: picture-alliance/epa/F. Arena

د ايټاليا پوليسو د عيني شاهدانو په حواله ويلي دي چي د ليبيا له سواحلو څخه اروپا ته د سفر پرمهال په کښتۍ کي د سپورو کسانو ترمنځ جنگ سوی او د مسلمانو مهاجرو له خوا ۱۲ تنه عيسويان د جنگ پرمهال اوبو ته اچول سوي او وژل سوي دي.

په «پالرمو» کي د ايټاليا پوليسو ويلي دي چي مجرمان د سنگال، مالي او عاج ساحل وگړي دي چي دوی نيولي دي، او قربانيان د نايجيريا او غنا هيوادونو ول.

نيول سوي ۱۵کسان په «مذهبي نفرت» باندي تورن سوي دي. دغو دواړو ډلو د سه شنبې په ورځ د ليبيا له سواحلو څخه اروپا ته د مهاجرت په نيت په يوه کښتۍ کي سفر پيل کړی وو.