1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مسلمان مهاجر دلته نامطلوب دي»

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۳, شنبه

د اروپايي اتحاديې پر غړو هيوادونو د تقريبا ۱۲۰ زرو سوريايي کډوالو د وېش لانجه لا نه هواره سوې. هنګري او سلواکيا حتی په دې تړاو حقوقي دعوا کړې ده. بشپړ مطلب دلته لوستلای سئ:

https://p.dw.com/p/2cuV6
Symbolbild Migranten in Europa
انځور: picture-alliance/dpa/F. Dean

په دغه اوونۍ کې د اروپايي محکمې په وړاندې په يو ډېر سياسي جنجال باندې بحث وشو چې د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر راهيسې په اروپايي اتحاديه کې شتون لري. هغه په دې هکله دی چې څنګه هغه ۱۲۰ زره سوريايي کډوال له يونان او ايټاليا څخه په نورو غړو هېوادونو باندې ووېشل شي. څلورو هېوادونو ورسره مخالفت ښکار کړی او هنګري او سلواکيا حتی حقوقي دعوې کړې دي. سلواکيا تر اوسه پورې ځان په حق کې بولي. په موقف کې يې لا زيات سختوالی راغلی دی.

روبرت فيکو، چې د سلواکيا صدراعظم دی، خورا په غوسه وو کله چې څرګنده شوه چې د اروپايي اتحاديې له خوا د کډوالو د وېش د مېکانيزم يا د شاخصونو له مخې د هغوی د وېشلو د مقرراتو مخه نوره نه شوای نيول کېدای. ويې ويل: «دا يو جبر دی چې موږ ته د منلو نه دی. زه پر خپلې ژمنې ټينګار کوم: تر هغه چې زه صدراعظم پاته يم، به هيڅ کډوال د شاخص له مخې سلواکيا ته رانه شي.»

۱۲۰ زره کډوال بايد د اروپايي اتحاديې د کورنيو چارو د وزيرانو له خوا د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر په مياشت کې په اکثريت سره د شوې پرېکړې له مخې د شاخص په مرسته په بېلابېلو هېوادونو باندې وېشل شوي وای. سلواکيا بايد د دوو کلونو په ترڅ کې ۸۰۵ کډوال منلي وای. خو مخالفت يې ورسره وکړ او د هنګري، چک جمهوريت او رومانيا په څېر يې وروسته د محکمې په وړاندې ماته وخوړه. ولاديمير هاندل، چې د سياسي چارو څېړونکی دی، وايي چې د دغه ناخوښ حالت مخه کېدای شوای په اول سر نيوال شوې وای.

«دا کار حتما قانوني او روا کار وو. خو په سياسي لحاظ هغه کوم ځيرک او هوښيار عمل نه وو. دا خلک په غوسه شول، نورو ورته هسې سر خوځاوه. خو هيڅ يا تقريبا هيڅ فايده يې ونه کړه.»

دا صحيح خبره ده چې اروپايي اتحاديې خپلې پرېکړې ته لا د عمل جامې نه دي ور اغوستې. دا نه يوازې د منځنۍ او ختيځې اروپا په يادو څلورو هېوادونو پورې اړه لري، بلکې نورو يې هم مخه ونيوله. روبرت فيکو، يعنې د سلواکيا حکومتي مشر، نه يوازې دا چې خپله غوسه يې اظهار کړې ده، بلکې د ۲۰۱۵ د دسمبر په پيل کې يې کابينې دا فيصله هم وکړه چې د اروپايي محکمې د شاخصونو د تګلارې پر ضد به حقوقي دعوا وکړي، فيکو وويل:«موږ د سلواکيا حکومت او د يو خپلواک هېواد اصلي حکومت يو. موږ حق لرو چې دغسې يوه حقوقي دعوا وکړو.»

د نورو وړو اروپايي هېوادونو په څېر چې د پېړيو په اوږدو کې يې د نورو له خوا تسلط او ښکېلاک ګاللی دی، سلواکيا هم د خپلواکۍ په چارو کې ډېر حساسيت لري. د خپلواکۍ په چارو کې دغه سوال هم راځي چې څوک هېواد ته ورپرېښودل کيږي. هغه کډوال چې منل کېدای شي، بايد د سلواکيا د حکومت په خبره د عيسوي دين لرونکي کډوال وي. صدراعظم فيکو په دې هکله وويل: زه د څرګندو الفاظو طرفدار يم. اسلام ته زموږ په سلواکيا کې ځای نه ورکوو. موږ بېلابېل کلتورونه نه غواړو. موږ وايو نه! او زموږ له موقف څخه هم نه اوړو.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.03.2017):