1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسيحي دموکرات گوند: آلمان ته د حرفوي کارکونکو راتگ بايد آسانه شي

۱۳۸۶ فروردین ۲۳, پنجشنبه

نوموړی گوند غواړي چې د مسلکي کارکونکو راتگ د متحصصانو د کمبود په خاطر آسانه کړي. لاورېنڅ ماير، د مسيحي دموکرات گوند د اقتصادي چارو وياند زياته کړه چې هغه د آلمان د اقتصاد د وزير ميشايل گلوس د وړانديز ملاتړ کوي.

https://p.dw.com/p/DKJE
د مسيحي دموکرات گوند د اقتصادي چارو وياند لاورېنڅ ماير
د مسيحي دموکرات گوند د اقتصادي چارو وياند لاورېنڅ مايرانځور: AP
گلوس ويلي وو چې د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو څخه د حرفوي کارکونکو د راتگ په برخه کې دې کوټلي گامونه پورته شي، همداراز دې د ښاغلي ماير په وينا له نورو هېوادونو څخه هم مسلگي کارکونکي راشي او شرکتونه دې اجازه ولري چې هغو ته ټيټ معاشونه ورکړي. د آلمان د کارگرانو د اتحاديو ټولنه دغه وړانديز ردوي او وايي چې په آلمان کې پخپله څلور مليونه بېکاره نفر شته.