1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو د افغانستان له پاره د اوباما د نوي پلان معلو مات غواړي

نجيب الله زيارمل/ انترفکس، دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۹, جمعه

مسکو اميدواره دی چي امریکامتحده ايالات به له افغانستان څخه د ځواکونو د را ايستلو مهال وېش د بدلون په اړه چي اوباما اعلان کړ، توضيحات ورکړي. پوښتنه دا ده چي امريکا په افغانستان کي ۹ پوځي اډې غوښتې او اوس يوازي دوې غواړي.

https://p.dw.com/p/1C9D6
Russland Moskau Roter Platz Kreml
انځور: picture-alliance/Udo Bernhart

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتن ځانگړی استازی ضمير کابلوف، وايي مسکو په تمه دی، چي امريکا متحده ايالاتو به د اوباما د هغو څرکندونو په اړه چي وايي ځواکونه به يې د ۲۰۱۶ کال تر پايه پوري په بشپړه توگه له افغانستان څخه ووځي معلومات ورکړي.

ضمير کابلوف له انترفکس خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي دي: «موږ له خپلو امريکايي همکارانو څخه غواړو چي د مهربانۍ له مخي خپل دريځ راته روښانه کړي.»

کابلوف زياته کړې ده: «د کابل او واشنگټن ترمنځ امنيتي تړون متن چي تر کوم ځايه پوري موږ ته روښانه وو، پکښې راغلي دي چي امريکا به په افغانستان کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته ۹ پوځي اډې ولري، خو اوس چي سړی د اوباما خبري اوري نو يوازي په کابل او بگرام کي د دوو اډو خبره کيږي. آيا دا به د دې معني ولري چي امريکا خپل کاري څرنگوالي ته تغير ورکړی دی.»

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ځانگړي استازي ضمير کابلوف وويل، د کابل او واشنگټن ترمنځ په امنيتي تړون کي راغلي دي چي امريکايان به تر ۲۰۲۴ کاله او تر هغه وروسته هم په افغانستان کي وي، خو که سړی اوس د اوباما خبري له امنيتي تړون سره پرتله کړي نو پوښتني راپيدا کيږي، او موږ غواړو چي دغه مسائل د امريکا له خوا روښانه سي.

کابلوف دغه راز وويل، چي مسکو تر اوسه پوري هم نه پوهيږي چي په افغانستان کي د امريکا متحده ايالات پوځي حضور ولي اړين دی.

د دې پوښتني په جواب کي چي د ده په نظر د اوباما دغه پريکړه چي په ځانگړې توگه دي د ۲۰۱۶ کال تر پايه پوري په افغانستان کي عسکر پاته سي، کابلوف وويل: «زه فکر کوم چي دغه دوه کاله له هغه سره تړلي دي چي په ۲۰۱۶ کال کي په امريکا متحده ايالاتو کي د ولسمشرۍ ټاکني ترسره کيږي. اوباما د خپل کار د دوهمي دورې په لومړي سر کي ژمنه کړې وه چي جگړه به ختموي. نو دغه پريکړه دا معنی لري چي دوی جگړه ختموي. خو جگړه به له دې سره سره دوام ومومي.»

هغه زیاته کړې ده چي «جنگ امريکايانو پيل کړ، خو اوس يې ختم د دوی له غوښتنو سره تړلی نه دی، او د دوی هغه پريکړه چي جنگ ختم دی، واقعيتونه بدلولای نسي.»

اوباما د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چي واشنگټن د افغان امنيتي ځواک د روزلو او له تروريزم سره د مبارزې له پاره پتېيلې ده چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي نزدې لس زره عسکر پريږدي.

د سپيني ماڼۍ د پلان له مخه به دغه ۹۸۰۰ عسکر تر ۲۰۱۶ کاله پوري په افغانستان کي پاته وي. خو د دې له پاره چي دغه عسکر په افغانستان کي پاته سي د کابل او واشنگټن ترمنځ بايد امنيتي تړون لاسليک سي، چي له دې کار څخه تر اوسه پوري افغان ولسمشر حامد کرزي ډډه کړې ده.