1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو د افغانستان په اړه د يوې نړيوالي غونډي کوربه دی

۱۳۸۸ فروردین ۷, جمعه

دغه نړيواله غونډه د شانګهای سازمان لخوا رابلل سوې چي مهمه موضوع يې د نشه يي موادو سره مبارزه او په افغانستان کي د ناټو سره د ګډ کار کول دي...

https://p.dw.com/p/HKso
د شانګهای سازمان نښان
د شانګهای سازمان نښان

نن د روسيې په پلازمېنه مسکوکي هغه نړیواله غونډه پرانستل سوه چي په هغه کي به په افغانستان کي د نشه يي توکو د قاچاق سره د مبارزې او همداشان پر دې موضوع باندي خبري وسي چي په ناکرار او جګړه ځپلي افغانستان کي په څه ډول سره کیدای سي روسيه او د شانګ های سازمان نور مهم غړي هیوادونه لکه دچين ولسي جمهوريت د ناټو سره ګډ کار وکړي.

په مسکو کي دغه نړیوال کنفرانس د شانګ های د غړيو هیوادونو په بلنه جوړه سوې ده. د شانګ های سازمان چي دایمي غړي هیوادونه يې روسيه، دچين ولسي جمهوريت، قزاغستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان دي د 1996 ميلادي کال راهيسي ددوی ګډکار پيل سوی خو دShanghai Cooperation Organisation ( SCO ) يا د شانګهای دګډکار دسازمان په نامه دغه سازمان د 2001 میلادي کال په دوبي کي ددې هدف له پاره جوړ سوی دی چي د ناټو ددفاعي تړون په مقابل کي لږ تر لږه د غړيو هیوادنو ګټي وساتي.

د شانګهار سازمان د غړو هيوادونو مشران او ولسمشر حامد کرزی د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کي
د شانګهار سازمان د غړو هيوادونو مشران او ولسمشر حامد کرزی د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کيانځور: AP

خو په مسکو کي د افغانستان نړیوالي غونډي ته د شانګ های د سازمان پر دایمي او کتونکو غړوسربيره چي دمغلستان، هند، پاکستان او ايران څخه دي،د ناټو

افغانستان او د اتو سترو صنعتي هیوادونو استازي هم بلل سوي.

د انتر تاس د خبر ي آژانس د خبر له مخه، د غونډي د پرانستلو په وخت کي د روسيې د بهرنیو چارو وزیرSergei Lavrov وويل چي روسیه دې ته چمتو ده چي د لويدیځو هیوادنو د پوځي تړون سره خپل ګډکار ته پراختیا ورکړي، او ناټوکولاي سي د روسيې د لاري افغانستان ته خپل غيري پوځي وسيايل او اړتیاوي ورسوي او موږ دې ته هم تيار یو چي په نورو برخو کي هم د ګډ کار امکانات چي ګتور او اغېزمن وي وڅېړو.

خو په ملګروملتونو کي د روسيې لوی سفيرVitaly Churkin په افغانستان کي د امنیتي وضع په هکله خپله سخته اندېښنه ښه يي او وايي چي په دغه هیواد کي حالات ورځ تر بلي مخ په خرابېدو دي.

« په تيره بیا داخبره ډيره د اندېښنې وړ ده چي په افغانستان کي داسي سیمي سته چي د ترهګرو په لاس کي دي او دوی په دغه هیواد کي په اصطلا د دولت د ادارې ترڅنګ يو ځواک بلل کیږي .»

د روسيې جمهوررييس ديميتري ميدويديف او افغان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی د شانګهای په تيره غونډه کي د خبرو پر مهال
د روسيې جمهوررييس ديميتري ميدويديف او افغان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی د شانګهای په تيره غونډه کي د خبرو پر مهالانځور: picture-alliance / dpa

په مسکوکي د افغانستان نړيوال کنفرانس ته د امریکا د متحده ایالاتو په استا‌زيتوب ددغه هیواد دبهرنيو چارو وزارت د جنوبي اومرکزي آسیا دچارو مسول Patrick Moon استول سوی دی. خو داچي ددغه کنفرانس په ترڅ کي بهPatrick Moon د ايران د استازي سره وګوري، امکانات يي ډير لږ لیدل کیږي.

په مسکو کي د ايران لوی سفير محمد رضا سجادي هم دا خبره کړې چي داسي يوه کتنه نده پلان سوې. د روسيې د بهرنيو چارو وزير Lavrov وايي چي ددغه کنفرانس اصلي مخه داده چي په څه ډول سره کيدای سي ديوه مشخص پلان په اساس د افغانستان سره مرسته وسي.په دغه غونډه کي د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون هم ونډه اخيستې.

په مسکو کي د افغانستان په هکله نړیواله غونډه دهغه غونډو په لړ کي لومړۍ غونډه ده چي وروسته به د مارچ د میاشتي پر 31 د افغانستان په هکله بله ستره غونډه په هالنډ کي وي چي د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو د وزیري هيلري کلينټن په شمول نور ستر ډيپلو ماټان هم ورته را بلل سوي او دې غونډي ته به د ایران استازي هم راسي.

ضياالحق فضلي

کتونکی: زيارمل