1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو د می نهمه ولمانځله

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۹, جمعه

پر نازي آلمان د پخواني شوروي د بریالیتوب د ورځې د لمانځني په توگه د مسکو په سره میدان، کې ۱۱ زره روسي سرتیرو مارش وکړ او له دې سره روسیې خپل پوځي قوت نندارې ته وړاندې کړ.

https://p.dw.com/p/1Bwtc
انځور: Reuters

د مې میاشتې نهمه نیټه د پخواني شوروي اتحاد له لوري په ۱۹۴۵م کال کې نازي آلمان ته د ماتې ورکولو په ویاړ لمانځل کیږي. په مسکو کې د یوه لوي پوځي پرېټ په ترڅ کې روسیې په دویمه نړیواله جگړه کې نازي آلمان ته د ماته ورکولو ۶۹ کلیزه ولمانځله. برعکس په اوکراین کې بیا په ډیری ځایونو کې دغه لمانځنه لغوه شوې ده.

د پسرلي په ښکلي هوا او ځلانده لمر کې د اعلی سر قوماندان په توگه د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د می میاشتې ۹مه) د ماسکو په سره میدان، کې د خپل هیواد د پوځ ستر عسکري رسم گذشت خپل حضور ته ومانه. دا لمانځنه په داسې یو وخت کې تر سره کیږي چې د اوکراین د کړکیچ له امله د مسکو او لویدیځ تر منځ اړیکې سختې خړې پړې شوي دي. د سړې جگړې په زمانه کې د ماسکو سور میدان، د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ د عسکري پرېټ مشهور ټاټوبی وو.

د ولادیمیر پوتین وینا چې د تلویزون پر مخ په ژوندۍ بڼه خپریده، هغه وویل: «نهم د می زموږ له پاره مهمه رخصتي ده.» او د جگړې د پاتې شوو پوځیانو ته یې په خپله وینا کې وویل: «موږ پر تاسو ویاړو.»

د مې میاشتې نهمه نیټه د پخواني شوروي اتحاد له لوري په ۱۹۴۵م کال کې نازي آلمان ته د ماتې ورکولو په ویاړ لمانځل کیږي
د مې میاشتې نهمه نیټه د پخواني شوروي اتحاد له لوري په ۱۹۴۵م کال کې نازي آلمان ته د ماتې ورکولو په ویاړ لمانځل کیږيانځور: Reuters

د عسکري رسم گذشت له ستیج څخه د پوتین تر څنگ پر پوځي مډالونو سینگار د دویمې نړیوالې جگړې ځینو پوځیانو د دغه پرېټ ننداره کوله. پوتین په خپلو څرگندونو کې پر دې خبره ټینگار وکړ چې د شوروي اتحاد د ولس اوسپینز هوډ، اروپا له غلامۍ څخه وژغورله.

ولادیمیر پوتین په خپلو څرگندونو کې د اوکراین کړکیچ ته هیڅ کومه اشاره و نه کړه. په اوکراین کې په دغه ورځ تر سره کیدونکي دودیز پرېټونه په ډیری ځایونو کې لغوه کړای شوي دي. کیف ستر پرېټونه یا غونډې له دې ویرې لغوي کړي دي، چې د روسي پلوه «لمسوونکو» له لوري پرې ښایي بریدونه وشي. د کیف مؤقتي حکومت په ټول هیواد کی پر خپلو خلکو غږ کړی دی چې د دغې ورځې د لمانځنې په ترڅ کې «ویښ» اوسئ. خو په ختیځ اوکراین کې بیا د می د نهمې ورځې لمانځنې تر سره شوي دي.

دغسې پوځي پرېټونه یا رسم گذشت، د روسیې په نورو ښارونو کې هم تر سره شوی دی. په دغو ښارونو کې د کریمیا د نیمه ټاپو د سیواستوپول او کیرتچ ښارونه هم شامل دي، چې څه موده وړاندې د نړیوالو د احتجاجونو سره سره، روسیې له خپل ځان الحاق کړ.

د روسي رسنیو د رپوټونو له مخې ښایي پوتین دغه نیمه ټاپو ته سفر وکړي او په سیواستوپول کې په یوه ورته پوځي پرېټ کې گډون وکړي.