1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو د هند له لاري افغانستان د الوتکو پر صادراتو غور نه کوي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ شهریور ۳, چهارشنبه

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهوررئيس ځانگړي استازي ويلي دي چي مسکو پر هغه پلان باندي غور نه کوي چي د هند له لاري افغانستان جنگي الوتکي او اضافي پرزه جات صادر کړي.

https://p.dw.com/p/1Jo14
Mi 25 Helikopter
انځور: picture-alliance/dpa/J. Jalali

د روسيې د جمهوررئيس ځانگړي استازي ضمير کابلوف د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د اگست ۲۳مه) په مسکو کي له انترفکس خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي: «امريکايانو له هندي چارواکو غوښتي دي چي يو داسي پلان جوړ کړي چي له مخي ئې روسۍ څرخۍ الوتکي او اضافي پرزه جات افغانستان ته ورکړل سي. موږ ته تر اوسه دغه شان غوښتنه نه ده راغلې، ځکه نو موږ پر هيڅ ډول پلان باندي غور نه کوو.»

تر دې دمخه داسي راپورونه خپاره سول چي گويا امريکا متحدو ايالاتو له هندوستانه غوښتي دي چي د افغانستان د ملي اردو له پاره روسۍ څرخۍ الوتکي او اضافي پرزجات رانيسي، ځکه د روسيې پر پوځي صنعت باندي د امریکا له خوا بنديز له مخي اجازه نه سته چي له روسيې څخه مخامخ افغانستان ته الوتکي صادري سي.

کابلوف زياته کړې ده، د دې له پاره چي په افغانستان کي د ناټو او روسيې همکارۍ پراخي سي امریکا متحد ايالات بايد د روسيې د پوځي صنعت پر کمپلکس باندي بنديزونه ليري کړي، او کابل ته د الوتکو په صارولو کي مرسته وکړي.

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهوررئيس ولاديمير پوتين ځانگړي استازي ضمير کابلوف زياته: «امريکا متحدو ايالاتو خپل ځان پخپله پر گونډو کړ. بنديزونه د امريکا د کانگرس له خوا نه، بلکي د جمهوررئيس د اجرائيه پريکړي له مخي لگول سوي. هغه دي ليري کړي.»

په پلان کي ده چي د اگست مياشتي پر ۲۹مه نېټه به د افغانستان د پوځ مشر جنرال قدم شاه، نوي دهلي ته سفر وکړي او د دې هیواد چارواکو ته به د پوځي تجهیزاتو هغه لیست وسپاري چې د امریکایي او هندي چارواکو په مشوره چمتو سوی دی.