1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو: له ايران نه د افغانستان مسله زياته مهمه ده

۱۳۸۷ مهر ۴, پنجشنبه

په مسکو کې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی دی، چې د ايران اتومي پروګرام لپاره د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډی ته ضرورت نشته.

https://p.dw.com/p/FOqp
د ملګرو ملتوپه عمومي اسامبله کي د ايران جمهور ريس محمود احمدي نژاد
د ملګرو ملتوپه عمومي اسامبله کي د ايران جمهور ريس محمود احمدي نژادانځور: AP

نور مهمتره مسايل شته ،چې بايد پری خبرې وشی لکه وضع په افغاسنتان کې او يا د افغانستان او پاکستان سرحد. دا خبره د روسيې دبهرنيو چارو وزارت وياند اندرې نستېرينکو کړی ده.

پدې ورځو کي د روسيې سره مناسبات ښه ندي، او ځکه نو د بين المللي همکارۍ په چوکاټ کښي هم ډير څه لاس ته نه راځي . پر ډيرو بين المللي کوښښو سربيره، مسکو پدې اونۍ کي د لويديز سره د ايران د اټومي پروګرام په باب پلان سوي خبری شاته واچولې، او هغه ته حاضر نسو .

په رسمي ډول ويل کيږي ، چه د ملګرو ملتو په عمومي اسامبله کښي د لږ وخت درلودلو له کبله مسکو نسي کولای د ايران په باب خبرو ته ادامه ورکي . خو د جرمني دخارجه چارو وزير فرانک والټر سټاین ماير هغه يوه سخته ضربه بولي :

د جرمني خارجه چارو وزير فرانک والټر سټاین ماير د ايران د بهرنيو چارو وزير منوچهر متقی سره
د جرمني خارجه چارو وزير فرانک والټر سټاین ماير د ايران د بهرنيو چارو وزير منوچهر متقی سرهانځور: AP

« خبرو ته نه حاضريدل زه ډير انديښمن کړی يم . دا يوه غلطه لار ده ، او زه په هغه باندي متيقين يم . زه اميد لرم چه موږ به په راتلونکي کي د خبرو او مذاکرو پخواني حالت ته بيرته راوګرځو. هغه څه چه موږ ورته ضرورت لرو . »

خو هغه ته بايد انتظار وايستل سي . په ډيپلوماتيکي کړيو کښي داسي ګمان کيږي ، چه که پدې باب اصلأ هم خبري کيږي ، نو هغه به د راتلونکي کال په مې کښي د ايران د جمهوري رياست تر انتخاباتو وروسته تر سره کيږي .

پدې ډول نو ايران کولای سي په آرامۍ سره انتظار وباسي،ځکه چه تر ټولو دمخه دامريکا دمتحده ايالاتولخوا چه غواړي د ايران پر ضد په ملګرو ملتو کي يو پريکړه ليک صادر سي، نور د روسيې لخوا د هغه دعملي کولو تصور نه کيږي . ددې په مقابل کي د روسيې دخارجه چارو وزارت لا ويلي دي چه اوس د ايران سره د ډيپلوماتيکي حل امکانات ډير سوي دي .

خو د فرانک والټر سټاین ماير دپاره د روسيې سره پداسي وخت کښي ديپلوماتيکي مناسبات خراب سول ، چه د نړيوالي انرژي چارواکو د ايران په باب يو تازه مايوسه کونکی رپوټ خپور کړی دی . سټاین ماير وايی چه تر هغو پوري چه د امريکااو روسيې تر منځ د ايران ، منځني ختيځ او يا قفقاز پر سر پر يوه ميز خبري اتري تر سره نسي ، د بحرانو د حلولو امکانات هم نه ليدل کيږي .

د ملګرو ملتوپه عمومي اسامبله کي د ايران جمهور ريس محمود احمدي نژاد د خپلي وينا پر وخت د ايران د اټومي پروګرام په باب هر ډول انتقاد بېځایه وباله ، او ويي ويل چه د امريکا د امپرياليزم د ختميدووخت رانژدې سوی دی .