1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشرانو جرگه:امنيتي مشران به څارنوالۍ ته ور وپيژنو

۱۳۹۰ شهریور ۲, چهارشنبه

د مشرانو جرګه وايي د کابيني يو شمير وزيران د دوی غوښتنو ته غاړه نه اږدي او دا کار به دوی اړ باسي چي ياد وزيران د مجازاتو لپاره لوی څارنوالۍ ته ور وپيژني.

https://p.dw.com/p/12Mir
انځور: DW

تيره ورځ د مشرانو جرګې د ملي امنيت شورا مشر ډاکټر رنګين دادفر سپنتا، د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول او د ملي امنيت اداري مشر رحمت الله نبيل خپلي غونډي ته ور بللي ول خو يو هم د سناتورانو په وړاندي حاضر نه سو.

د مشرانو جرګي د غړو په وينا، ياد چارواکي يي د امريکي او افغانستان تر منځ د ستراتيژيک قرارداد د مسلي په اړه دوی ته د وضاحت د ورکولو لپاره ور غوښتي ول.

د مشرانو جرګي غړي وايي د دغه تړون په اړه پر ورستيو پرمختګونو معلومات نه لري او حکومت بايد ژر تر ژره دوی ته په دغه برخه کي د وروستيو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي.

د جرګي غړي سناتور حق ويون وويل، چي ځيني وزيران ځکه د دوی په وړاندي نه حاضريږي، چي پر ولسمشر باندي تپل سوي او هغوی له خپلو بادارانو څخه فرمانونه اخلي نو ځکه د افغانستان ملي مصلحت په پام کي نه نيسي.

« دا زموږ وزيران ولي داسي کوي، هغوی ولي له ثنا مجلس څخه بيريږي، زموږ ټول وزيران هم يو ډول نه دي هغه يي نه راځي چي په ولسمشر باندي تپل سوي دي، هغوی له خپلو بهرنيو بادارانو دستور اخلي او په همدي ګډوډيو کي خپلي ګټي خوندي بولي».

د مشرانو جرګي مرستيال محمد علم ايزيديار بيا له ولسمشر حامد کرزي څخه غوښتنه وکړه چي که چيري د کابيني دغه دري غړي د دوي مشروع غوښتني نه مني نو يا دي له خپلو دندو ګوښه سي او يا به يي هم دوی د خپل قانوني واک له مخي لوي څارنوالۍ ته ور وپيژني.

« له ولسمشر کرزي څخه غواړو چي که د ملي امنيت شورا، بهرنيو چارو وزارت او پټ څاري اداري مشران ځانونه اصلاح کوي او قانون منونکي وي نو ښه تر ښه او که داسي نه وي نو بايد له خپلو دندو ګوښه کړای سي که نه نو موږ به يي لوي څارنوالۍ ته ور وپيژنو».

دا لومړي ځل نه دي چي د مشرانو جرګي او د حکومت د لوړ پوړو چارواکو تر منځ دغسي شخړي رامنځ ته کيږي.

لږ تر لږه څو ځله داسي سوي، چي کله مشرانو او يا هم ولسي جرګه د کابيني کوم وزير د ځواب ورکولو لپاره خپلو غونډو ته ورغواړي خو هغوي يي رد کړي.

د مشرانو جرګې بل غړي زلمي زابلي بيا پر سرغړونکو چارواکو سخت لفظي ګزارونه وکړل او د هغوی د ژر تر ژره محاکمه کولو غوښتونکی سو.

« دا وزيران هيڅ وخت والله که زمونږ غونډو ته راشي، دا کسان ځواب نه لري، دا ملي خاينين دي، مونږ بايد فيصله وکړچي يادو کسانو ته اختصاصي محکمه جوړه سي او هلته محکمه شي».

که له يوه لوري د ثنا مجلس غړي د کابيني له يو شمير وزيرانو سره په لانجو کي ښکيل دي له بل لوري د ولسي جرګي غړو ناندرۍ هم رواني دي.

 

ټاکل سوې، چي نن چهارشنبه د اګسټ د مياشتي ۲۴مه نيټه به د ټول ټاکنو خپلواک کمېسيون هغو نهو تنو وکيلانو ته بري ليکونه وويشي، چي په دي ورستيو کي پارلمان ته بريالي اعلام سوي دي.

کمېسيون له هغو نهو تنو وکيلانو څخه چي رد صلاحيت سوي غوښتنه کړي، چي ژر تر ژره خپلي چوکۍ تشي کړي.

 

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل