1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشرانو جرگه: ايران بندي افغانان اعداموي

۱۳۹۱ مهر ۱۲, چهارشنبه

د افغانستان مشرانو جرګه وايي، چي ایران د افغان کډوالو د ځوروني په دوام اوس په دغه هېواد کې په عمري بند د محکوم شویو افغانانو اعدامول غواړي.

https://p.dw.com/p/16JA5
انځور: FF

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، چي په ایران کې د بېلابېلو جرمونو په تور شاوخوا ۳۰۰۰ افغانان بندیان دي، خو معلومه نه ده، چې له دې ډلي څخه به ئې څومره په عمري بند محکوم شوي وي.

د مشرانو جرګې د سه شنبې ورځي(۲۰۱۲ کال د اکتوبر ۲) په عمومي غونډه کي د دې جرګې غړي عبدالوهاب عرفان وویل، چي په تهران کې د افغانستان سفارت چارواکو ورته ویلي دي، چې د ایران ولسمشر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له ۶۷ غونډي څخه تر راستنېدو وروسته په سملاسي توګه په دغه هېواد کې په عمري بند د محکوم شویو افغانانو د اعدام حکم صادر کړی دئ:

«هغه څوک چې په ایران کې په عمري بند محکوم شوي دي پر هغوی ئې اوس د اعدام پاڼي وېشلي دي او ټاکل شوې ده چې په دې راتلونکو دوو ورځو کې ورباندي د اعدام حکم عملي شي. ما دغه مسئله په تهران کې د افغان سفارت له حقوقي سلاکار سره هم شریکه کړې ده او هغه هم له دې مسئلې خبر دئ.»

د ښاغلي عرفان په وینا نړېوالي ټولني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۶۷مي غونډي پر مهال پر ایران خورا زیات سیاسي فشارونه راوړل، چي اوس ئې غچ له افغان کډوالو اخېستل کیږي.

سره له دې چې په دې اړه تردې دمه د ایران حکومت په رسمي توګه غبرګون نه دی ښودلی خو د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار وویل، چي د موضوع په اړوند د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اړ دئ چې معلومات ورکړي.

ده د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون ته دنده وسپارله چې په دې اړه دي د بهرنیو چارو وزارت چارواکې ور وغواړي او مالومات دې ځني واخلي:

«د بهرنیو اړیکو کمېسیون دي په دې اړه لازم معلومات ترلاسه کړي، او هم د بهرنیو چارو وزارت چارواکي مسئولین وروغواړي چې له ډېپلوماټیکو لارو چارو دا مسئله حل شي.»

سره له دې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په ایران کې د افغانانو د اعدامولو مسئلې پخلی ونه کړ، خو رد ئې هم نه کړه.

ددغه وزارت یوه ویاند فرامرز تمنا دويچه ویله پښتو ويبپاڼي ته وویل، دوی هڅه کوي چې د مشرانو جرګې د دې ادعا په اړه چې وايي په ايران کي په عمري بند محکوم شوي افغانان اعدامیږي، کره معلومات ترلاسه کړي:

«موږ نن په تهران کې د افغانستان له سفارت سره اړیکه ونېوله او له هغوی مو وغوښتل چې د موضوع په اړه د ایران له بهرنیو چارو وزارت څخه معلومات ترلاسه کړي، کله چي په ایران کې د افغان سفارت له خوا موږ ته معلومات را ورسیږي خامخا به ئې له رسنیو سره شریک کړو.»

ښاغلي تمنا زیاته کړه چې له ایراني چارواکو سره هوکړه شوې ده، چې په دغه هېواد کې به هیڅ یو افغان کډوال له افغان حکومت سره له سلا مشورې پرته په عمري بند نه محکومیږي او نه به ئې هم اعداموي.

د افغان چارواکو د معلوماتو له مخي، په ایران کې تر یو میلیون زیات افغان کډوال اوسیږي چې نزدې پر یو میلیون کډوالو قانوني پاسپورټونه هم وېشل شوي دي.

محمد اسماعيل شاکر/کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل