1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشرانو جرگې هم ستراتیژیک سند تصویب کړ

۱۳۹۱ خرداد ۱۴, یکشنبه

د افغانستان د مشرانو جرگې د یکشنبې په ورخ پخپله غونډه کې د رایو په اکثریت سره د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د اوږد مهاله ستراتیژیکو همکاریو سند تصویب کړ.

https://p.dw.com/p/157Cf
انځور: AP

د دغه جرګې د یکشنبې ورځې «د ۲۰۱۲م کال د جون دریمه» په عمومي غونډه کې ټول ۸۰ کسان حاضر ول چې له دې ډلې ۶۷ کسانو د دغه سند ته د تائید او ۱۳ نورو بیا د رد رایه ورکړه.

د مشرانو جرګې غړی محمد حسن هوتک وايي چې د جرګې غړو تر اوږدو او هر اړخېزو بحثونو وروسته دغه سند تائید کړی دئ. د ښاغلي حسن پر وینا «د دغه سند ټول مواد د افغان ولس په ګټه دي.»

تر دې وړاندې داسې ګنګوسې وې چې د افغانستان د ولسي جرگې زیاترو غړو ته د ایران له خوا پیسې ورکړل شوي دي، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوی تړون د تصویب مخه ډب کړي. خو ولسي جرګې هم تېره اونۍ په ۵ مخالفو رایو سره یاد سند تائید کړی دئ.

د ستراتيژيکو همکاريو دغه هوکړه لیک تېره مياشت د افغان ولسمشر حامد کرزي او د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما له خوا په کابل کې لاسلیک شو.

د ستراتیژیکو همکاریو د سند ترلاسلیکیدو وروسته ایران لومړنۍ هېواد وو چې د نوموړي ستراتیژیک سند په اړه ئې خپل کلک غبرګون وښود.
که څه هم د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیکیدو وروسته تر اوسه لا نورو هېوادونو کوم ښکاره مخالفت نه دئ ښوولی خو ویل کیږي چې ددغه سند په اړه په پاکستان کې هم یو شمېر کړۍ ناخوښه دي.

په پاکستان کې د سیمه ییزو چارو کارپوه او خبریال رحیم الله یوسفزی، هم دغه خبره تائیدوي. ښاغلي یوسفزي د ټیلفون پر لیکه دویچه ویله آلمان غږ، سره په خبرو کې اندیښنه وښوده چې د افغانستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیکي اړیکي به په دغه هېواد کې د کړکیچونو د سیاسي هواري مخه هم ډب کړي:

«داسې یوه اندیښنه شته چې کیدای شي په راتلونکي کې د دولت د وسله والو مخالفینو، افغان حکومت او امریکا ترمنځ د سولې خبرې اترې ونه شي، نو چې خبرې نه کیږي د دې مسئلې سیاسي حل هم ناشونی دئ، کله چې سیاسي حل نه وي جګړه به دوام ومومي او د جګړې دوام، بیا په پاکستان او ایران منفي اغیز لري.»

یوسفزي له متحده ایالاتو سره د ستراتیژیک تړون تر لاسلیکیدو وروسته د وسله والو طالبانو او د حزب اسلامي سره د خبرو په ټپه دریدلي حالت ته په اشارې سره وویل چې دواړو ډلو د همدغه ستراتیژیک سند د لاسلیک په غبرګون خبرې درولي دي.

خو افغان کارپوهان بیا د جګړې دوام په ستراتیژیک تړون پورې تړلی نه ګڼي بلکې هیله من دي چې د دې سند په پلي کیدو سره به د افغانستان په ګډون له سیمې څخه د ناامنیو لمن ورټوله شي.
د سیاسي چارو شنونکي اجمل هوډمن له المان غږ سره په خپلو خبرو کې وویل: «یو شمېر وسله والې ډلې چې په افغانستان کې د دولت پر ضد جنګیږي، که چېرې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، بیا به هم دوی اوسنۍ افغان حکومت، اوسني ارزښتونه او اساسي قانون ونه مني او جنګ ته به دوام ورکړي.»

خو هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې ښایي یو شمېر وسله والې ډلې وي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغان حکومت سره د سولې په اړه خبرې اترې وکړي.

اسماعیل شاکر/ کابل
کتونکی: سید ریاض