1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشرف د کورني سياست د فشارونو په وړاندي نور توان نه درلودی

۱۳۸۷ مرداد ۲۹, سه‌شنبه

مشرف کتل چي د دواونيو را پديخوا ددغه هيواد پارلمان دې ته تياری نيسي چي د ده څخه سلب داعتماد وسي.مشرف ته څرګنده وه چي دده مخالفين به په پارلمان کي له ده څخه دسلب اعتماد لپاره دوه ثلثه رايي تر لاسه کړي

https://p.dw.com/p/F0od
پرويز مشرف
پرويز مشرفانځور: dpa - Report

دThomas Bärthleinپه يوه تبصره کي ليکي چي:په رښتيا سره ډير وروسته دمشرف دې ته پام سو چي دی دپاکستان دسياسي لوبو په ډګر کي بايلونکۍ دی. دلوبي په پای کي مشرف ته څرګنده وه چي نور نه دده دګوند وکيلان د ده خواته ولاړ دي، نه دپاکستان پوځ چي دی يې داوږدوکلونو په اږدوکي مشر و او نه په د باندي په تيره بيا په واشنګټن کي د ده ملګري، لکه بوش او چيني دې ته چمتو دي چي د ده څخه ملاتړ وکړي .

دپاکستان په ولس کي مشرف ډير دمخه خپل محبوبيت د لاسه ورکړی و او ديوې وروستۍ احصايوي ولس پوښتني څخه داسي څرګنديږې چي ولس په سلو کي 80 غوښتل چي دی بايد لري سي.

څه نا څه لس کاله مشرف وسوای کولای چي په روانو سياسي لوبو کي په هيواد کي دننه او دباندي خپل په اصطلا سیاسي متاوي په ښه بيه خرڅ کړي.په تيره بيا د 2001 ميلادي کال دسپتمبر دمياشتي د 11 نيټې دپيښي څخه وروسته مشرف وسوای کولای چي په اصطلا دترهګرۍ سره په مبارزه کي ځان ته دلويدیځوهيوادونو دمعتمدو ملګرو په کتار کي ځای پيدا کړي. او په پاکستان کي دننه هم لکه څنګه چي خلکو دده دکودتا څخه ډير تود هرکلی وکړی.

د مسلم ليګ ګوند مشر نواز شريف او د خلګو د ګوند مشر زرداري
د مسلم ليګ ګوند مشر نواز شريف او د خلګو د ګوند مشر زرداريانځور: picture-alliance/ dpa

خو د2007 ميلادي کال دمارچ دمياشتي څخه را پديخوا دی په سياسي لوبوکي ديوې بايلونکي څيرې نقش لوبوی . په تيره بيا کله چي څرګنده سوه چي دی سياسي پروګرام لري او دغه پروګرام په اصطلا پرويز مشرف نو میږي.

په لومړي سر کي مشرف ددغه هيواد د قاضي القضات افتخار چودري سره جنجال پيل کړی. قاضي القضات غوښتل چي قضايي قوه د جمهوررييس تر فشار او تاثير لاندي نه وي او بايد چي خپل قانوني صلاحيتونه وژغوري خو مشرف دغه قاضي القضات د کاره لري کړی، چي نه يوازي قاضيان بلکي ددعوې وکيلان دده پر ضد را پورته سول او خبره مطبوعاتو ته ورسيده.

مدني ټولنو، سياسي ګوندونو او په سل هاوزره و ګړو يو دم د مشرف پر ضد راپورته سول. او مشرف يې دې ته اړ ايستی چي قاضي القضات چودري بيرته پر خپل کار مقرر کړي. او په دوبي کي يې دی دې ته هم اړايستی چي د پوڅ د مشرۍ څخه استعفا وکړي.

لنډه داچي په پاکستان کي د زورواکۍ او ډيموکراسۍ په مبارزه کي د ډيموکراسۍ غورځنګ د دوشنبې په ورځ په دې بريالی سو چي مشرف استعفا وکړه. چي دا د پاکستان لپاره يوه تاريخي ورځ بلل کيږي.

په پاکستان کي ډيموکراټو ګوندونو مبارزه پيل کړه او دوی تراوسه په دې کي بريالي دي. که څه هم د پاکستان په اساسي قانون کي يو تضاد سته، چي که ديوې خوا ددغه هيواد پارلمان کولای سي چي په دوو ثلثو رايو سره د ولسمشر څخه د اعتماد رايي اخستی سي جو ولسمشر هم ددې صلاحيت لري چي پارلمان ړنګ کړي. خو مشرف ددې صلاحيت څخه کار نه دی اخستی. ځکه دی د سياسي پلوه تجريد سوی و.