1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشرف پاکستان ته د ستنېدلو له پاره ضمانت غواړي

۱۳۹۰ دی ۱۸, یکشنبه

د سعودي عربستان او پاکستاني سرچينې وايي چي د پاکستان پخوانی جمهوررئيس پرويز مشرف پلان لري چي د سياسي ملاتړ د تر لاسه کولو له پاره به ډير ژر سعودي عربستان ته سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/13g65
د پاکستان پخوانی جمهوررئيس پرويز مشرف
د پاکستان پخوانی جمهوررئيس پرويز مشرفانځور: AP

مشرف په ۲۰۰۸کال کي استعفا ته مجبوره شو او د هغه وخت راهيسي له پاکستان څخه دباندي په جلا وطنۍ کښي ژوند تيروي. هغه ويلي دي چي پلان لري په راروانه مياشت کي پاکستان ته ستون شي چي د ۲۰۱۳ کال په ټاکنو کي برخه واخلي. دا په داسي حال کي ده چي کيدای سي هغه پاکستان ته تر ستنيدو وروسته ونيول شي.

په خليج کي د يوې سرچينې په وينا، مشرف به پاکستان ته تر ستېندو د مخه د سياسي ملاتړ د ترلاسه کولو له پاره سعودي عربستان ته سفر وکړي. يوې پاکستانۍ سرچينې هم دا خبره تائيد کړې ده چي مشرف به د دوبۍ څخه ډير ژر عربستان ته سفر وکړي.

دغو سرچينو دا خبره نه ده روښانه کړې چي مشرف د څرنګه ملاتړ تر لاسه کولو له پاره هڅي پيل کړي دي. خو ځيني راپورونه بيا وايي چي مشرف د بې نظير بهټو د ترور په دسيسه کي د احتمالي ښکيلتيا له امله ښايي پاکستان ته تر ستنيدو وروسته ونيول شي.

ځکه نو هغه مخکي له دې چي پاکستان ته ستون سي لومړی عربستان ته ځي، چي هلته د نه نيول کېدو ضمانت تر لاسه کړي.

د پاکستان د دولت يو څارنوال د شنبې په ورځ ويلي دي چي که مشرف پاکستان ته راستون شي نو د بې نظير بهټو د ترور د قضيې په تړاو به ونيول شي.

څارنوال، چوهدري ذوالفقارعلي، خبريالانو ته ويلي دي چي د هغه (مشرف) د نيولو له پاره « نوو احکامو» ته هيڅ اړتيا نشته، ځکه چي محکمې تر مخه لا د هغه د نيولو امر صادر کړی دئ.

تر دې مخکي د پاکستان د پوځ پخواني مشر له يوه پاکستاني تلويزون سره په خپلو خبرو کي ويلي ول، چي پلان لري د رواني مياشتي په وروستيو کي پاکستان ته ستون شي چي په راروانو ټاکنو کي برخه واخلي.

مشرف د ۲۰۰۸کال راهيسي په لندن او دوبی کي ژوند کوي. په پاکستان کي د ۲۰۰۸کال د ټاکنو په نتيجه کي د بې نظير بهټو ګوند (پيپلز ګوند) واک ته تر رسيدو وروسته ولسمشر پرويز مشرف استعفا ته مجبور کړ.

بې نظير بهټو په ۲۰۰۷کال کي پلازمېني اسلام آباد ته څيرمه د راولپنډي په ښار کي تر يوې غونډي وروسته په ځانمرګي بريد کي ووژل شوه.

په هغه وخت کي مشرف د بهټو د وژني پړه پر پاکستاني طالبانو واچوله خو څارنوالۍ مشرف د دغه دسيسې يوه برخه بللې ده.

مشرف يو سياسي ګوند چي د آل پاکستان مسلم ليګ، په نامه ياديږي تأسيس کړی دئ او مشري ئې پخپله پر غاړه لري. دا يو وړوکی سياسي ګوند دئ چي په پاکستان کي کوم اساسي بنسټ نه لري.

د مشرف وياند، فواد چوهدري، پر دې خبره ټينګار کړی دئ چي د مشرف د نيولو امر کوم قانوني حيثيت نه لري.

آژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل