1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشرف: پاکستان د اسامه په قضيه کي مجرم نه دی

۱۳۹۰ تیر ۳۱, جمعه

د پاکستان پخواني ولسمشر پرويز مشرف وايي، دا چي پاکستان د اسامه بن لادن په قضيه کي پاتي راغي وجه يي د دغه هيواد « بشپړه بي غوري ده، نه دا چي د هغه د جرم شريک وي»

https://p.dw.com/p/121cT
د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف
د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرفانځور: picture-alliance/ dpa

پرويز مشرف چي له قدرت څخه د ليري کيدو را په دي خوا په بهر کي تبعيدي ژوند لري، په امريکا متحده ايالاتو کي په يوي وينا کي وويل چي د القاعدي د شبکي د وژل شوي مشر په قضيه کي اسلام او واشنګتن بايد خپل اختلافات پاي ته ورسوي او يو بل باندي د اعتماد د رامنځ کولو لپاره هڅه وکړي.

په واشنګټن کي په خپله يوي وينا کي مشرف وويل:« مونږ بايد نړي او د امريکا متحده ايالات پدي قانع کړو چی پاکستان د اسامه په قضيه کي مجرم نه دي، بلکه په دي اړه سخته بي غوري کړي ده.»

د امريکا متحده ايالاتو د سمندري ځواکونو يوي ځانګړي ډلي پلازميني اسلام آباد ته څيرمه د يوي پوځي چاوڼي تر څنګ د مي د مياشتي په دويمه نيټه په پوځي عملياتو کي د القاعدي ډلي مشر اسامه بن لادن واوژه. په امريکا کي داسي شک کيده چي ګواکي د اسامه بن په پټ ساتلو کي شايد د پاکستان ځيني کړيو لاس درلود.

مشرف وويل: « د هغه پنځو کلونو څخه دوه کاله زما د حکومت پر وخت کي وو. زه تاسو ته پوره يقين سره ويلي شم چي د هغه په پټ ساتلو کي کي کومه توطيه نه ده شوي. زه پوره متيقن يم چي داسي څه نه دي شوي، که څوک يي مني او که نه.»

دغه 67 کلن پخواني جنرال د 1999 تر 2008 کلونو پوري د پاکستان مشري پر غاړه لرله . هغه د 2001 کال د سپتمبر د 11 د پيښو وروسته د امريکا د متحده ايالاتو سره ملاتړي شو او د امريکا متحده ايالاتو د هغه وخت ولسمشر جارج دبليو بوش سره يي کلکي اړيکي لرلي.

پرويز مشرف نن سبا په لندن کي د جلا وطني شپي ورځي سبا کوي. او پلان لري چي په راتلونکي کال مي بيرته پاکستان ته ستون شي او د 2013 م کال په ټولټاکنو کي برخه واخلي.

هغه زياته کړي:« د امريکا متحده ايالات بايد زمونږ حساسيت په پام کي ونيسي.» زمونږ ملي حاکميت، اتومي وسله، او د هند سره د کشمير پر سر راپورته شوي لانجي ته بايد پام واړول شي.

آژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: عبدالباري حکيم