1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشعل:يوې ډلي غوښتل د نوروز مېله په وينو ولړي

۱۳۹۰ اسفند ۲۸, یکشنبه

د افغانستان د ملي امنيت رياست چارواکي وايي چي په مزارشريف کښي ئې هغه تروريستي ډله نيولې ده چي غوښتل ئې د نوروز مېله په غم ولړي.

https://p.dw.com/p/14MRE
انځور: DW / Safi

د ملي امنيت وياند لطف الله مشعل د يکشنبې په ورڅ (مارچ ۱۸) په کابل کي يوې خبري غونډه ته وويل چي دغه ډلي په زرونو کيلو چاودېدونکي مواد د بلخ ولايت د سياسي مېلمستون مخ ته ځای پر ځای کړي ول:

«ددوی هدف دا وو چي د نوروز د ميلې پرمهال په موټربم او ځانمرگو بريدونو سره نه يوازي مېله گډه وډه کړي، بلکي غوښتل ئې چي په دغه مېله کښي لوړپوړي دولتي مېلمانه ووژني.»

مشعل وويل چي ددغو تروريستانو چي غوښتل ئې ځانمرگي بريدونه او چاودني وکړي ۶ تنه ئې څو ورځي مخکي په مزارشريف ښار کي نيولي دي. هغه وويل چي په نيول سوو کسانو کي پيژندل سوی کسان هم شامل دي، چي په هغو کښي يو هم د طالبانو له خوا د بلخ ولايت د نهرشاهي ولسوالۍ ولسوال دئ.

د ملي امنيت رياست د وياند په خبره، چي دغه شپږ کسيزي ډلي په مزارشريف ښار کي د بلخ ولايت د سياسي مېلمستون مخامخ په يوه کور کښي ۵۳ بوجۍ چاودېدونکي مواد ځای پرځای کړي ول.

د هغه په خبره که ده چاودېدونکي توکي چاودلي وای سخته مرگ ژوبله به ئې را منځ ته کړې وای.

دا لومړی ځل دئ چي په افغانستان کي په دغه اندازه چاودېدونکي مواد نيول کيږي.

مشعل د ځينو امنیتي ملحوظاتو په خاطر ددغي ډلي په اړه د نورو جزئياتو له ور کولو څخه ډډه وکړه.

وياند وويل چي يو شمېر همسايه هيوادونو ددې ډلي ملاتړ کاوه. هغه زیاته کړه چي له دوی سره د هغو هیوادونو ملاتړ وو چي د افغانستان په تخريبي پيښو کښي ئې نور ډير نه اخيستل کیږي.

تر دې مخکي ملي امنيت هر وخت ددغه ډول پيښو او ډلو مسئوليت د وسله والو طالبانو او حقاني شبکې پر غاړه ور اچاوه، چي په خبره ئې د پاکستان په قبائيلي سیمو کښي تربيه کيږي.

د افغانستان د امنيتي ځواکونو چارواکي وايي چي د نوروز د مراسيو د ترسره کولو له پاره ئې سخت امنيتي تدابير نيولي دي او خلکو ته ډاډ ورکوي چي خپلي مېلې وکړي.

د افغانستان د ملي امنيت وياند وايي چي د نوروز مېلو د امنيت د ساتلو له پاره ئې داسي پلان جوړ کړی دئ، چي ټول مراسیم به په کرارۍ سره تر سره سي او خلک دي له دې اړه ډير ډاډه وي.

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل