1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشعل: په بريدونو کي د ماشومانو څخه کار اخستنه ډيره سوې

۱۳۹۰ مرداد ۳۰, یکشنبه

د ملي امنيت عمومي رياست وياند لطف الله مشعل د يکشنبي په ورځ په کابل کي خبري غونډي ته وويل چي اوس مهال په ورځنيو ځانمرګو بريدونه کي تر ډيره له ماشومانو کار اخيستل کيږي.

https://p.dw.com/p/12Kuo
د افغانستان د ملي امنيت وياند لطف الله مشعل
د افغانستان د ملي امنيت وياند لطف الله مشعلانځور: DW

مشعل وايي تردي وړاندي وسله والو مخالفينو له ۱۵کلني څخه تر ۲۰ کلنۍ پوري تنکي ځوانان ځانمرګو بريدونو ته روزل خو اوس دوی تردې هم کم عمره کوچنيان دغه راز بريدونو ته اماده کوي.

د ښاغلي مشعل په وينا اوس ډير کوچني ماشومان چي عمرونه يي د ۸ کلني څخه تر ۱۱ کلني پوري وي د ځانمرګو بريدونو له پاره روزل کيږي.

مشعل زياتوي چي د ملي امنيت کارکونکو د کندهار ښار په ميرويس مينه کي ۱۱کلن ماشوم نيولی چي د کوټي په يوه ديني مدرسه کي د ځانمرګي بريد له پاره روزل سوی ؤ.

دغه راز، يوبل ۱۲ کلن ماشوم په خوست کي نيول سوی، چي د وسله والو مخالفينو يو مشر د ديني زده کړو په پلمه له کوره ايستلی ؤ او د ديني زده کړو پر ځای يې د خيبرپښتونخوا په ميرانشاه سيمه کي، د بريدونو په يوه روزنيز مرکز کي شامل کړی.

دا لومړی وار نه دی، چي ملي امنيت په ځانمرګو بريدونو کي له ماشومانو څخه د کار اخيستني خبر ورکوي، بلکي تردي دمخه يي هم يو شمير ماشومان رسنيو ته ورښودلي ول، چي ګواکي د دوی په خبره د ځانمرګو بريدونو له پاره روزل سوي.

د ملي امنيت رياست چارواکو پخوا ويلي و، چي د پاکستان په ديني مدرسوکي سلګونه ماشومان چمتو سوي، چي د افغانستان په پوځي سيمو کي ځانمرګي بريدونه وکړي.

سره له دي چي ماشومان په رواني او عاطفي توګه له خطرناکو کړنو ويريږي خو پوښتنه داده چي ولي په لوی لاس داسي يوه عمل ته لاس اچوي چي آن د ځانه په بيه يي تماميږي؟

د کابل پوهنتون د اروا پوهني څانګي استاد شرف الدين عظيمي وايي:« په ټوليزه توګه تنکۍ ځواني چي په ارواپوهنه کي ورته د بلوغ پړاو وايي، ځانته ځانګړي خصوصيتونه لري، چي يو يي هم مذهبي ارزښتونو ته تمايل دی.»

ښاغلي عظيمي زياتوي، ددې ستونزي مخنيوی يوازي د ښوني او روزني له لاری شونی دی.

دی وايي دا مهال د هيواد په ډيرو سيمو کي ماشومان ښوونځی نه لري، چي که دولت يي غم ونه خوري نو د هيواد راتلونکی نسل به له يوه له لوی خطر سره مخ سي.

ددې ترڅنګ دولت بايد په هيواد کي دننه دديني زده کړو زمينه هم برابره کړي تر څو کوچنيان اړ نسي، چي د دغو زده کړو په موخه بهرنيو هيوادونو ته لاړ او هلته د زده کړو پر ځای د بهرنيو استخباراتي کړيو ښکار سي.

پخوا هم يو شمير لويديځو رسنيو راپور ورکړی ؤ، چي پاکستاني طالبان د ځانمرګو بريدونو په موخه هغه ماشومان په پيسو رانيسي چي له کوره تښتيدلي وي او ياهم تښتول سوي وي.

واشنګټن ټايمز ورځپاڼي دوه کاله وړاندي په خپل يوه راپور کي ليکلي ؤ، چي د پاکستاني طالبانو مشر بيت الله مسعود تنکي ماشومان د ۱۴۰۰۰امريکايي ډالرو په بيه رانيسي او بيا يي د روزني له لاري ځانمرګو بريدونو ته چمتو کوي.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل