مشکوکو اسلامپالو ۱۶ مصري سرحدي محافظین ووژل
۱۳۹۱ مرداد ۱۶, دوشنبهد مصر ولسمشر محمد مرسي، له اسرائیلو سره په ګډه پوله کې د کنترول پر یوې پوستې باندې د خونړي برید د غچ اخیستلو کواښ وکړ. د مرسي له خوا په خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د پېښي عاملین به د دغه جنایت له پاره سخت تاوان ورکړي.
مشکوکو اسلامپالو د یکشنبې په ماښام د سینا په سرحدي سیمه کې ۱۶ مصري سرحدي محافظین ووژل. له هغه وروسته هغوی له وژل شوو محافظینو څخه زره دار نقلیه وسایل راخپل کړل او د هغوی په مرسته ئې په رافه کې د اسرائیلو پر یوې پوستې باندې برید وکړ. خو هغوی د اسراسیلی سرتیرو له مقابلې حملې سره مخامخ شول.
د اسرائیلي چارواکو په خبره په دې ترڅ کې اووه تنه برید کوونکي ووژل شوي دي. دا په سینا کې چې د مصر او اسرائیلو تر منځ ګډه پوله جوړوي وروسته له څو لسیزو یوه ډیره سخته خونړی پېښه ده.
د اسرائیلو د دفاع زیر له مصر څخه وغوښتل چې په دغه سیمه کې د ترهګرو پر ضد خپل عملیات تند کړي.