1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصري قاضيانو د ولسمشر د فرمان پر ضد د اعتصاب اعلان کړی دی

۱۳۹۱ آذر ۵, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16pWW

د مصر د قاضيانو ټولنې د ولسمشر محمد مُرسي د وروستي فرمان پر ضد په ټول هيواد کي د عمومي اعتصاب ږغ کړی دی. په قاهره کي د قاضيانو د کلب په نوم ټولنې پر ټولو وکيلانو او قاضيانو ږغ کړی دی چي خپل کارونو ته دي نه ځي. دغې ټولنې پر ولسمشر ږغ کړی دی چي خپل وروستی فرمان دي بېرته واخلي او برطرفه کړل سوی عمومي څارنوال دي بېرته پر خپله دنده وگوماري.

د دې څخه تر مخه محمد مُرسي د يوه فرمان له مخي د پارلمان تر ټاکلو پوري خپلو ټولو فرمانونو ته داسي مقام ورکړی وو چي هيڅ څوک يې چېلنج کولای نه سي. د مصر د حزب اختلاف يو شمېر سياست والو پر محمد مُرسي سختي نيوکي کړي دي او د هغه دغه فرمان يې د دموکراسۍ ضد عمل بللی دی. په عين حال کي د محمد مُرسي د اخوان المسليمين گوند په مصر او په ټوله نړۍ کي د مُرسي د ملاتړ له پاره غونډو د جوړولو تابیا کړې ده.