1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصریان د نوي اساسي قانون په اړه پریکړه کوي

۱۳۹۱ آذر ۲۵, شنبه

په مصر کې د نوي اساسي قانون د مسودې په اړه د شنبې په ورځ «د ۲۰۱۲م کال د دسمبر د میاشتې ۱۵» رایې اچونه پیل شوې ده. په اصل کې دغه ریفرنډم د ولسمشر محمد مرسي سیاست ته د مثبتې یا منفې رایې ورکولو سره مقایسه کیږي.

https://p.dw.com/p/1734Z
انځور: picture-alliance/dpa

محمد مرسي چې د اخوان المسلمین سابقه لري، د اساسي قانون د نوې مسودې څخه پرته له کوم قیده او شرط ملاتړ کوي، ځکه چې هغه خپله د دغې مسودې له طراحانو سره هم نظری دی. اخوان المسلمین او سلفیانو د قانون جوړونې په شورې کې دغه مسوده په ډیره بیړه تصویب کړه. د اپوزیسیون گوندونو او ډلو د اعتراض په توگه د اساسي قانون له شوری څخه بایکاټ اعلان کړی وو.

د نوي اساسي قانون د مسودې په اړه شخړو، په تیرو اونیو کې مصر لړزولی دی او دغه هیواد یې په دوو قطبونو ویشلی دی. د اساسي قانون د نوې طرحې په مخالفت او ملاتړ مظاهرې شوې وې چې په کې سخت اخ او ډب رامنځ ته شوی وو، چې په پایله کې یې څو تنو خپل ژوند هم له لاسه ورکړ. د جمعې په ورځ هم دواړو اړخونو د لاریونونو له پاره خلک وربللي وو. په اسکندریه کې د پرون ورځې په لاریونونو کې اخ او ډب رامنځ ته شوی دی چې په کې د یو شمیر کسانو د ټپي کیدو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

د لیبرالو، کیڼ اړخو او قطبي مسحیانو له نظره د اساسي قانون په مسوده کې پر شریعت باندې سخت ټینگار شوی دی او دا کار د شخصي آزادیو او مدني حقونو په زیان تمامیږي. پر دې سربیره انتقاد کوونکي اندیښنه لري چې د اساسي قانون د مسودې زیاتره غیر دقیقه فورمولبندي به د اسلامستانو له پاره د قانون د افراطي تفسیر امکانات برابر کړي.

مخالفو گوندونو او د نوبل د سولې د جایزې گټونکي د محمد البرادعي، د ملي ژغورنې په نوم جبهې له مصریانو څخه غوښتي دي چې په دغه ټولپوښتنه کې برخه واخلي او د اساسي قانون د مسودې په اړه منفي رایې وکاروي.

د «اپریل د شپږمې» په نوم د ځوانانو غورځنگ او د عربي لیگ پخواني مشر عمر موسی، هم له خلکو غوښتي چې په دغه ریفرنډم یا ټولپوښتنه کې برخه واخلي او د اساسي قانون د مسودې په اړه منفي رایې وکاروي. د هغوی له نظره له ریفرنډم څخه بایکاټ به یوازې د اسلامستانو په گټه تمام شي.

د اخوان المسلمین گوند له خپلو طرفدارانو څخه غوښتي دي چې د اساسي قانون په اړه مثبتې رایې وکاروي. د شنبې په ورځ د دوو سترو ښارونو پلازمینې قاهرې او اسکندریه سربیره په نورو اتو سیمو کې د رایې اچول پیل شوي دي. په پام کې ده چې د مصر په نورو ۱۷ ایالتونو کې به یوه اونۍ وروسته د دغه اساسي قانون د مسودې په اړه ریفرنډم تر سره شي.

په ټوله کې له د مصر له ۵۱،۳ میلیونه وگړو څخه غوښتل شوي دي چې په دغه ریفرنډم یا ټولپوښتنه کې برخه واخلي. ولسمشر محمد مرسي د یوه فرمان په ترڅ کې د پولیسو د ملاتړ له پاره د پوځ ۱۲۰ زره سرتیري په دنده گمارلي دي.

dpa, AFP, rtr/ سید ریاض
کتونکی: محمد قاسم نوري