1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصری پوځ: واک به له پلان سوي وخت څخه مخکي انتقال نه کړو

۱۳۹۰ بهمن ۲۲, شنبه
https://p.dw.com/p/141rx

د مصر واکمنې پوځي شورا يو ځل بيا د احتجاج کوونکو هغه غوښتنې رد کړي دي چي واک دې ملکي حکومت ته وسپاري. دا پداسي حال کي ده چي د پخواني ولسمشر حسني مبارک د راپرځېدلو يو کال پوره کېدونکی دی.

د مصر د پوځي جنرالانو په يوه ليک کي راغلي دي چي هيڅکله به د اخطارونو او فشارونو له کبله په پلان کي بدلون را نه ولي. دغه ليک د جمعې په ورځ د مصر په ملي تلويزيون کي ولوستل سو. په ليک کي د داسي يوه گډوډي څخه خبرداری ورکول سوی دی چي د ليک ليکونکو جنرالانو په وينا پلان سوې دسيسه ده.

احتجاج کوونکو د حسني مبارک د را پرځولو د يو کال پوره کېدو په ترڅ کي د شنبې په ورځ د عمومي احتساب اعلان کړی دی. دوی د مصر د واکمني پوځي شورا څخه غوښتي چي واک ملکي ادارې ته وسپاري.