1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصر: د دسمبر پر ۱۵نیټه د اساسې قانون په اړه ټولپوښتنه ترسره کیږي

۱۳۹۱ آذر ۱۲, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16uOX

په پام کې ده چې د دسمبر د میاشتې پر پنځلسمه نیټه به په مصر کې د نوي اساسي قانون د مسودې په اړه ریفرنډم تر سره شي. د مصر ولسمشر محمد مرسي د شنبې په شپه په خپله تلویزوني وینا کې دا اعلان وروسته تر هغې وکړ چې دغه مسوده د اساسي قانون د شوری له لورې تائید شوه. په دغه شوری کې اسلامپاله اکثریت لري.

په دغه مسوده کې، شریعت د قانون د مهمې منبعې په توگه ذکر شوی دی. تر دې د مخه د ولسمشر محمد مرسي پلویانو د هغه د سیاست څخه د ملاتړ په توگه یو لاریون کړی وو او په دې شان سره یې په قاهره کې د غونډو په ترڅ کې د اپوزیسیون احتجاج ته غبرگون ښودلی وو. مرسي په ځانگړې توگه د اساسي قانون د مسودې مخالفین دې ته دعوت کړل چې د اساسي قانون د مسودې په اړه په تر سره کیدونکې رایې اچونه کې برخه واخلي.