1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصر، د مرسي پر ضد د شکایتونو څیړنه کوي

دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ تیر ۲۳, یکشنبه

مصر د ګوښه کړای شوي ولسمشر محمد مرسي پر ضد د جنایي پلټنو اعلان کړی دی. د دغه هیواد څارنوال ویلي دي چې دوی به د جاسوسۍ، تاوتریخوالي ته د لمسولو او د هیواد اقتصاد ته د زیان اړولو د شکایتونو په اړه پلټنې وکړي.

https://p.dw.com/p/197Rh
انځور: Ahmed Mahmud/AFP/Getty Images

د مصر د لویې څارنوالۍ دفتر د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جولای دیارلسمه) ویلي دي، چې دوی د ګوښه کړای شوي ولسمشر محمد مرسي او د اخوان المسلمین د ګوند د لوړو پوړو غړو پر ضد د شکایتونو په اړه پلټنې پیل کړي دي.

د لویې څارنوالۍ له دفتر څخه په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي، چې په دغه شکایتونو کې د مصر ملي ګټو ته د زیان اړولو په برخه کې له بهرنیو نهادونه سره همکاري، د سوله ییز احتجاج کوونکو راپارول او وژل او پر پوځي تاسیساتو باندې بریدونه او اقتصاد ته زیان اړول شامل دي.

د اخوان المسلمین ګوند د مخکښ مشر محمد بدیع نوم هم په دغه لست کې شامل دی. دا په داسې حال کې ده چې بدیع او د اخوان المسلمین ګوند نور چارواکي تاوتریخوالي ته د لمسون په تور چې تیره اوونۍ یې اعلان شوی وو، لا تر مخه تورن شوي دي.

د مصر پوځ د جولایي د میاشتې پر دریمه نیټه مرسي هغه وخت له واکه وغورځاوه، چې په میلیونونو مصریانو د هغه د لیرې کیدو غوښتنه کوله. خو د مصر د پوځ دغه اقدام په دغه هیواد کې د خونړیو نښتو لامل شو او د مرسي د پلویانو او مخالفینو تر منځ اختلاف لا پسې ژور شو.

د مرسي پلویان د واک د لیږد بهیر «د خونړۍ پوځي کودتا» په توګه یادوي او وایي چې تر هغه وخته به خپل احتجاج ته دوام ورکړي تر څو مرسي بیرته قدرت ته ورسیږي.

مرسي، چې په دیموکراتیکه توګه د مصر لومړنی ټاکل شوی ولسمشر دی، د پوځ له لوري د ګوښه کیدو وروسته په یوه نامعلوم ځای کې ساتل کیږي، خو پر هغه باندې لا تر اوسه کوم رسمي تور لګول شوی نه دی.

د امریکا متحده آیالاتو او آلمان په عاجله توګه د مرسي د خلاصیدو غوښتنه کړې ده. د آلمان د بهرنیو چارو وزرات ویاند مارتین شیفر، د جمعې په ورځ په برلین کې وویل چې د ګوښه کړای شوي ولسمشر له پاره «د استوګنې د محدودولو وضع شوي اقدامات» باید لیرې کړای شي او «بې طرفه تاسیساتو» ته د هغه لاس رسی، تامین شي. پر دې سربیره د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د مصر موقتې ادارې ته د خپلسرو نیونو په اړه هم خبرداری ورکړی وو.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزرات ویاندې جېن پساکي هم د آلمان له لوري د مرسي د خلاصیدو د غوښتنې څخه ملاتړ کړی دی.