1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصر: سیاسي گوندونو دوامداره تاوتریخوالی غندلی دی

۱۳۹۱ بهمن ۱۳, جمعه
https://p.dw.com/p/17WbK

د مصر ټولو لویو سیاسي ګروپونو په هيواد کېي دوامداره تشدد غندلی دی. اخوان المسلمين، د جمهور رئيس محمد مرسي د سیاسي وطن ګوند او سلفیانو یوې برخې او همدارنګه د اپوزيسون له طرفه ملي مقدسې جبهې په قاهره کې د یوې ګډې اعلامیې پر وخت ځانونه په دې مکلف کړي دي، چي د هر ډول تشدد او زور زیاتي څخه لاس واخلي او هغه د ملي او مذهبي لحاظه منع کړي. په اعلامیه کې همدارنګه ویل سوي دي چې هر څه باید یوازې د سوله ییزو سیاسي وسایلو او د یوه جدي ډیالوګ له لاري حل سي. خو په عین حال کې ملي مقدسې جبهې د جمعې په ورځ د مرسي پر ضد یوه مظاهره رابللې ده. په مصر کې د یوې اونۍ په جریان کې په نښتو کې تر ۶۰ پورې کسان وژل سوي دي.