1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کي دوه تنه نور هم ووژل شول

۱۳۹۰ بهمن ۱۵, شنبه

د مصر په پورټ سعید ښار کې د فوټبال په لوبه کې تر تاوتریخوالي وروسته په نوو لاریونونو کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي او په سلگونو نور ټپیان شوي دي. لاریون کوونکي امنیتي ځواکونه د مظاهرو په کنترول کې په پاته راتلو تورنوي.

https://p.dw.com/p/13wJU
په مصر کي د لاریونونو په پایله کي دوه تنه وژل شوي دي.
په مصر کي د لاریونونو په پایله کي دوه تنه وژل شوي دي.انځور: dapd

د جمعې په ورځ «د فبروري د میاشتې دریمه نیټه» په خپرو شوو رپوټونو کې راغلي دي چې د سویز په ښار کې د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ په نښتو کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي. د چهارشنبې په ورځ په پورټ سعید ښار کې د فوټبال د سیالۍ تر سره کیدو وروسته په نښتو کې ۷۴ تنه ووژل شول.

د مصر د روغتیا د وزارت یو چارواکي محمد الشین، ویلي دي چي دغو دواړو تنو د ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی ده. هغه زیاته کړې ده چي ۱۵ تنه نور لاریون کوونکي ټپیان دي.

د عیني شاهدانو په وینا د سویز په ښار کې د پنجشنبې په ورځ په لاریون کې کابو ۳۰۰۰ تنو برخه اخیستي وه. د سویز ښار له پورټ سعید څخه د ۱۷۰ کیلومیترو په واټن پروت دئ.

د راپوټونو له مخې لاریون کوونکو د امنیتي ځواکونو په مرکز برید کړی دئ او نوموړي ودانۍ ئې په تیږو ویشتلي ده. په ځواب کې امنیتي ځواکونو پر لاریون کوونکو اوښکې بهوونکی گاز پاشلی دئ.

د مصر په پلازمینه قاهره کې بیا د لاریون کوونکو شمیر زیات وو. د دغو لاریون کوونکو شمیر تر ۱۰۰۰۰ کسانو هم لوړ وو. لاریون کوونکو د کورنیو چارو د وزارت په وړاندي خپل اعتراضونه بیان کړل. د مصر د دولتي تلویزون په وینا ۶۲۸ تنه په دغو لاریونونو کې ټپیان شوي دي. د دغو کسانو په ډله کي زیاتره ئې د اوښکي بهوونکي گاز له امله ټپیان شوي دي.

لاریون کوونکي امنیتي کړۍ په دې تورنوي چې د چهارشنبې په ورځ د رامنځته شوي خونړۍ پیښي د مخنیوي له پاره ئې هیڅ څه نه دي تر سره کړي. د لوبي تر ختمیدو وروسته د المصري فوټبال کلب مینه والو میدان ته ورودانگل او د الاهلي کلب پر مینه والو ئې هجوم ور ووړ.

د مصر د کورنیو چارو وزیر محمد ابراهیم، ویلي دي چې د زیاترو خلکو د وژل کیدو لامل ازدحام او له ویري څخه د خلکو د ساه بندیدل وو، خو د طبي چارواکو په وینا ځیني قربانیان په چاقوگانو وهل شوي ول.

د مصر لومړي وزیر کمال الجنزوري، د پارلمان اضطراري غونډي ته ویلي دي چې د مصر د فوټبال د فیدراسون پر مشر سربیره د پورټ سعید امنیتي مشر هم له خپلو دندو څخه گوښه شوي دي. الجنزوري زیاته کړې ده چې پر دې سربیره د پورټ سعید والي هم خپله استعفا وړاندې کړې ده چې منل شوې هم ده.

د پارلمان ځینو استازو دا غوښتنه کړې ده چې د کورنیو چارو وزیر دې هم له خپلي دندي گوښه شي. د اخوان المسلمین گوند چې په پارلمان کې تر ټولو زیاتي څوکۍ لري د دغه تاوتریخوالي پړه د پخواني دیکتاتور حسني مبارک، پر پلویانو اچولي ده.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب