1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصر: پر کليساو جلا بمي بريدونو مرګژوبله اړولې ده

۱۳۹۶ فروردین ۲۰, یکشنبه

په مصر کې د وينې تويېدنې بله پېښه شوې. په اسکندريه کې اوس هم د قبطيانو په يوې کليسا باندې بريد انسانان وژلي او ژوبل کړي دي. وړاندې په طنطا کې لږ تر لږه ۲۱ انسانان وژل شوي وو. څه باندې ۴۰ تنه ټپيان هم ول.

https://p.dw.com/p/2awlv
Ägypten Koptische Christen
انځور: picture-alliance/photoshot

د مصر په اسکندريه ښار کې د يوې کليسا مخکې بمي بريد يو شمېر انسانان وژلي او ټپيان کړي دي. دغه بريد وروسته له هغه وشو چې په طنطا کې هم يوه بل بمي بريد لږ تر لږه ۲۱ انسانان وژلي ول.

د طنطا له بريد وروسته امنيتي ځواکونو د سانت جورج کليسا په شاوخوا کې سيمه په نورو بمونو پسې وپلټله. د ځايي عيسويانو ټولنې د «پالم يا خورما د ونې د يکشنبې» په نوم ورځ لمانځله او يوه اوونۍ وروسته د ايستر جشن ته يې آمادګي نيوله.

بم له چوکۍ لاندې پټ وو

په ځايي رسنيو کې ويل شوي دي چې بم له يوې چوکۍ لاندې ځای پر ځای شوی وو. د عيسويانو د دغې ديني ورځې پر مهال ډېر خلک په کليسا کې سره راټول شوي ول. سانت جورج د دولتي تلويزيون په حواله په ټوله سيمه کې تر ټولو ستر د مسيحيانو عبادتځای دی.

د مصر حکومت په کليسا کې تر شوي ويجاړونکي بريد وروسته له تروريزم يا ترهګرۍ څخه خبرې کولې. د بهرنيو چارو د وزارت، وياند، احمد ابو سعيد، وويل: «تروريزم يو ځل بيا مصر په نخښه کړ، دا ځل د خورما د ونې د يکشنبې په ورځ.»

د ده په خبره دا د ټولو مصريانو په وړاندې يو بل د کرکې وړ عمل دی. تقريبا ۱۰ په سلو کې مصريان قبطي عيسويان ښوول کيږي. مصر ټول ټال ۹۰ ميليونه اوسېدونکي لري. قبطيان له ځينو خال خال ترينګلتياوو سربېره په سوله يز ډول له مسلمان اکثريت سره يو ځای ژوند کوي. 

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (06.04.2017):