1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصر یوه نوې پلازمینه جوړوي

محمد قاسم نوري / آژانسونه ۱۳۹۳ اسفند ۲۳, شنبه

د مصر حکومت لوی پلانونه لري: حکومت غواړي د قاهرې په شرق کي یو نوی پایتخت جوړ کړي، چي پکښي به ۵ ملیونه انسانان ژوند وکولای سي. دغه هیواد غواړي د دې کار دپاره تر ۸۰ ملیارډو ډالرو پوري مصرف کړي.

https://p.dw.com/p/1Eqqk
انځور: Reuters/Abdallah Dalsh

مصر غواړي د قاهرې په شرق کي یو نوی پایتخت جوړ کړي. دغه خبره د تعمیراتي چارو وزیر مصطفى كمال مدبولي په شرم الشیخ کي د یوه اقتصادي کنفرانس پر مهال وکړه. د پلان پر اساس به نوی حکومتي مرکز د قاهرې او سویس کانال تر منځ په واقع منطقه کي جوړ سي. هلته به وروسته پنځه ملیونه انسانان ژوند وکولای سي. د مدبولي په خبره به نوی پایتخت د قاهرې د ۱۹ پیړۍ د اواخرو او شلمي پیړي د سر په ډول معلوم سي او د هغه څخه به نشأت وکړي. په اوس وخت کي قاهره خاصتأ د ترافیکي تگ راتگ پر اصلي وخت باندي د سختي ترافیکي انارشي او گډوډي سره مخامخ ده. د پانگي اچوني وزیر اشرف سلمان د بلوم بېرگ ټلویزون سره په مرکه کي اټکل کړی دی، چي د دغه ۱۲ کلن ساختماني کار مصارف به د ۷۵ څخه تر ۸۰ مليارډو ډالرو پوري وي. ددغه ښار د جوړولو قرارداد به اصلأ د عربي متحده اماراتو د ساختماني شرکتونو سره تر سره سي.

د خلیج هیوادونو مرستي

د اقتصادي کنفرانس د جوړیدو په مناسبت، په کوم کي چي د پلان سوي ښار نقشه او ماډل وړاندي سو، دغه د اقتصادي لحاظه د رکود سره مخاخ هيواد سره د ۱۲ ملیارډو ډالرو د کومکونو د ورکولو وعده ورکول سوه. سعودي عربستان، عربي متحده امارات او کویټ غواړي هر یو څلور، څلور ملیارډه ډالره د سرمایه گذارۍ او کومکونو په ډول په اختیار کي ورکړي. دغه درې د خلیج شاهي هیوادونه د مصر د جمهورریس عبدالفتاح السیسي د متحدینو د جملې څخه دي. د ۲۰۱۳ م کال په جولای کي د ده تر جمهورریس کیدو وروسته هغوی د مصر د حکومت سره د ملیارډونو ډالرو کومکونه کړي دي.

Ägypten Egypt Economic Development Conference
د مصر د نوي پلازمیني د نقشې طرحهانځور: Reuters/Abdallah Dalsh

د شرم الشیخ په اقتصادي کنفرانس کي د امريکا د متحده ايالاتو خارجه وزیر جان کیري هم د نوي پایتخت په جوړولو کي د خپل هیواد د کومکونو وعده ورکړه. ده وویل، چي د امريکا متحده ايالات« تیار دي او غواړي»، چي د دغه هیواد د اقتصادي پرمختگ سره کومک وکړي. خو د کیري د هیئت څخه یوه امریکايی ډیپلوماټ ویلي دي، چي دهغو ۶۵۰ ملیونه ډالرو نظامي کومکونو د ازادیدو په باب لا تصميم نیول سوی نه دی ، کوم چي د السیسي لخوا د قدرت تر اخیستلو او د اسلام پالو مظاهره کونکو تر ټکولو وروسته کنگل سوي وې.

مصر د اخلاقي زغم یوه نمونه

په شرم الشیخ کی بين امللي کنفرانس به دې ته زمینه برابره کړي، چي په دغه هیواد کي خارجي سرمایه گذاري وسي، او دغه هیواد به د مبارک د رژیم تر چپه کیدو وروسته د سیاسي بې اطمینانۍ د عواقبو څخه خلاص کړي. نن شنبه ورځ (د ۲۰۱۵ م کال د مارچ ۱۴) د جرمني د اقتصاد وزیر زیگمار گابریل هم په دغه کنفرانس کي گډون کوي. دی به هلته د مصر حکومت د وزیرانو او الماني شرکتونو سره خبري وکړي.

د مصر جمهورریس عبدالفتاح السیسي د کنفرانس د پرانیستلو پر وخت وویل، چي د مصر ثبات د ټولي سیمي د ثبات تضمین دی. د السيسي په خبره د ده هیواد «د اخلاقي زغم یوه نمونه او داسي هیواد دی، چي پکښي افراطیت او تشدد ته ځای نسته.»