1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مطبوعاتو بیا د قطر د بهیر په اړه لیکنې کړي دي

۱۳۹۰ بهمن ۲۲, شنبه

د کابل چاپ یو شمیر ورځپاڼو د شنبې په ورځ په قطر کې د طالب او امریکایي استازو تر منځ د خبرو اترو او په شارجه کي د پاکستان او افغانستان تر منځ د کرکيټ د لوبې په اړه لیکنې خپرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/141pm
انځور: Fotolia

د ویسا نا حکومتي ورځپاڼې د اونۍ پخپله ګڼه کې که څه هم د کرکیټ په ډګر کې د پاکستان له لوري افغاني لوبډلې ته د ماته ورکولو خبر ډیر خواشینونکی نه بولي خو هغه څه ډیر جدي بولي چې ورځپاڼه ئې د افغانستان په سیاسي بهیر کې د ګاونډي پاکستان لاس وهنه ګڼي.

ورځپاڼه د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا د ځانګړي استازي مارک ګروسمن، او طالب استازو تر منځ هغو خبرو ته چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې شوي دي د شک په سترګه ګوري او وایي تر هغه وخت پوري چې افغان دولت ته په دغه بهیر کې برخه ور نه کړل شي، دغه خبري اتري به کومه گټه و نه لري.

د کابل چاپ افغانستان ورځپاڼه بیا د سولي په خبرو کې د افغانستان په دننه کې سیاسي او ټولنیزو ډلو ته د ګډون د حق پر ورکولو ټینګار کوي. ورځپاڼه لیکي چي په داسي حال کې چې له یوه لوري افغان حکومت له خبرو اترو لیري ساتل شوی دئ ترڅنګ ئې سیاسي، ټولنیزو او مدني ډلو ته هم د خبرو د میز شاته د ناستي واک نه دئ ورکړل شوی.

افغانستان ورځپاڼه گواښ کوي چې که د خبرو اترو په بهیر کې افغان حکومت او افغاني مدني ټولنو ته برخه ور نه کړل شي، دغه خبري به د افغانستان په زیان وي.

د محور ورځپاڼه بیا په قطر کې د پیل شوو خبرو اترو د ناکامه پای ته رسیدو په اړه لیکنه خپره کړې ده. ورځپاڼې د پاکستان د دنیا ټلویزیوني چینل په حواله لیکلي چې په قطر کې د امریکایي چارواکو او طالبانو تر منځ خبري اتري بې پایلي پای ته رسیدلي دي.

ورځپاڼه د امریکا له لوري په دغو خبرو کې هغو درو شرطونو ته اشاره کوي چې وایي خبري ئې ناکامه کړي دي. د محور ورځپاڼه د طالبانو له لوري د کرزي د مشرۍ او اساسي قانون منل او تر څنګ ئې د جنګ جګړې درول هغه درې شرطونه بولي چې طالبانو نه دي منلي.

د سرنوشت ورځپاڼه بیا وایې چې په قطر کې خبري اتري د سولي له پاره پیل شوي نه دي. ورځپاڼي زیاته کړې ده چي د خبرو اترو دواړه غاړي چې امریکایان او طالبان دي خپلي ځانګړي موخي لري. سرنوشت عام افغانان د دغو راز خبرو اترو اصلي قربانیان بولي.


«ایا سوله هم چا ته زیان رسولای شي؟» د ملي باور ورځپاڼې د یوې تفصیلي لیکنې سرټکی دئ. ملي باور لیکي چې سوله د ټوله نړۍ په ګټه ده او هیڅ هیواد باید په افغانستان کې د سولې له راتګ څخه ویره و نه لري.

ورځپاڼه د افغانستان په ګاونډیانو غږ کوي چې د سولي له بهیر سره ملاتړ وکړي او په دغي لاره کې د خنډونو له جوړولو لاس په سر شي.

جلالزی (دویچه ویله)
کتونکی: مسعود جهش