1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان مطبوعات دغه هیواد ته د رباني سفر ځیړي

۱۳۹۰ بهمن ۱۳, پنجشنبه

کابل ته د میرمن رباني سفر تقریباُ د کابل چاپ په ټولو ورځپاڼو کې له بیلا بیلو اړخونو څخه څیړل شوی دﺉ. حکومتي ورځپاڼو د رباني سفر مهم ارزولی دﺉ خو ناپیلو ورځپاڼو بیا هم د پاکستاني پلاوی یاد سفر بي اغیزي او تشریفاتي بللي دﺉ

https://p.dw.com/p/13vI1
په کابل کي چاپ شوو ورځپاڼو افغانستان ته د رباني سفر څیړلی دئ
په کابل کي چاپ شوو ورځپاڼو افغانستان ته د رباني سفر څیړلی دئانځور: DW

د ویسا په نامه خپلواکي ورځپاڼي کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیري سفر له افغانستان سره د پاکستان د اړیکو د بیا رغاوني له پاره یوه نوې هڅه بللي ده.

ویسا ویلي دي چې پاکستان اوس د غرب او امریکا تر سخت سیاسي او اقتصادي فشار لاندي دﺉ. ویسا ویلي دي چې پاکستان اوس دا خبره منلي ده چي د افغانستان د غربي متحدینو د راضي ساتلو له پاره له افغان حکومت سره ښي اړیکي ولري.

د افغانستان ورځپاڼي پر مخ هم د پاکستانۍ وزیري او افغان ولسمشر حامد کرزي، ګډ رنگه انځور چاپ شوی دﺉ. دغي ورځپاڼي افغانستان ته د میرمن رباني سفر د افغانستان د سولي له بهیر سره تړلی دﺉ او ویلي ئې دي چي که امریکا د سولي په روان بهیر کي د افغانستان او پاکستان لید لوری له پامه واچوي نو دا خبري به کومه ګټه و نه لري.

په همدې وخت کې د ماندګار ورځپاڼي بیا کابل ته د حنا رباني سفر یو فرمایشي غوندي سفر بللي دئ چې په وینا ئې د مسائلو د حل او د پریکړو اختیار یوازي د هغه ملک له استخباراتو او پوځیانو سره دئ.

ماندګار ویلي دي چې د پاکستان ملکي اداره هيڅ راز اختیار نه لري او هر څه د پوځيانو او پوځي استخباراتو په لاس کې دي او په اصل کې باید د پاکستان استخباراتي اداره او پوځیان د افغانستان خپلواکۍ ته ژمن شي او دا ومني چې نور په افغانستان کې لاسوهنه نه کوي.

په همدي حال کې حکومت پلوه انیس ورځپاڼي بیا د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیري هغه خبره په غټو تورو را اخیستي ده چې وایي ملک ئې په افغانستان کې پټه اجنډا نه لري.

انیس زیاته کړي ده چي پاکستان له تیرو څو کلونو راهیسي د افغان طالبانو په ملاتړ او ملک ته د ترهګرو په رااستولو کې کلیدي رول لوبوي. انیس ویلي دي چې اوس هم د طالبانو ډیر قوماندانان د پاکستان په بیلا بیلو ښارونو کې ژوند کوي.

جلالزی (دویچه ویله)
کتونکی: مسعود جهش

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب