1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

معنوي: په خوست کي به ټاکني په برياليتوب سره ترسره سي

۱۳۸۹ شهریور ۱۵, دوشنبه

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر فضل احمد معنوي نن خوست ولايت ته په خپل سفر کي ډاډ څرګند کړی چي په هغه ولايت کي به پارلماني ټاکني په ښه ډول ترسره سي.

https://p.dw.com/p/P5OU
د خوست والي عبدالجبار نعيمي او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ريس فضل احمد معنوي
د خوست والي عبدالجبار نعيمي او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ريس فضل احمد معنويانځور: DW

ښاغلي معنوي چي نن له غرمي وړاندي يي د خوست والي عبدالجبار نعيمي سره په ګډه په يوه خبري ناسته کي خبري کولې وويل هغه انديښنې چي د خوست په اړه يې درلودې په راتګ سره يې ټوله له منځه ولاړي.

د هغه په خبره د خوست ادارې په دې اړه پوره ډاډ ورکړی چي په امنيتي برخه کي د ټاکنو د پاره ښه چمتو والی نيول سوی دی.

هغه دغه راز د خوست پر ولسونو ږغ وکړی چي د پارلماني ټاکنو په شفافيت کي تر خپله وسه د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون سره مرسته وکړي او هيچا ته اجازه ورنکړي چي په رايه اچونه کي درغلۍ وکړي.

معنوي زياته کړې چي «يوار بيا داسي کسان ستاسو له سيمي څخه ولسي جرګې ته لاره و نه مومي چي هغه په رښتيني ډول ستاسوږغ نه سي پورته کولاى.»

په ياده خبري ناسته کي خوست والي عبدالجبارنعيمي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له مشر فضل احمد معنوي مننه وکړه چي په خوست کي د ټاکنو له روان بهير څخه د ليدني په موخه يي دي ولايت ته سفروکړ.

د خوست والي ويلي دي چي د پارلماني ټاکنو په ورځ د ټاکل سوو ١٠٤ انتخاباتي حوزو امنيت ساتي ،تر څو عام خلک بې له کومي ويري د رايي اچوني مرکزونو ته ولاړ سي او د خپلي خوښي کانديد ته رايه ورکړي.

د يادوني وړده چي په تيرو ولسمشريزه ټاکنوکي په خوست او د هيواد په يو شمير جنوبي ولايتونو کي د رايي اچوني په بهير کي د درغليو خبري کيدې،او په سختو شرايطو کي د خلکو اچول سوي رايي قرنطين او ټاکني دويم پړاو ته وغځول سوې.

عام خلک په ټينګار سره له دولت څخه غوښتنه کوي چي داځل دي د پارلماني ټاکنو د شفافيت لپاره پوره هڅي وکړي.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل