1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

معنوي: په پارلماني ټاکنو کي به هم درغلۍ وي ولي کچه به يې ټيټه يي

۱۳۸۹ فروردین ۳۱, سه‌شنبه

قضاوتپوه فضل احمد معنوي د تيري شنبې په ورځ د ولسمشر حامد کرزي د يو فرمان په ترڅ کي د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون رييس وټاکل سو...

https://p.dw.com/p/N18g
د افغانستان د ټاکنو د خپواک کمېسيون رييس فضل احمد معنوي
د افغانستان د ټاکنو د خپواک کمېسيون رييس فضل احمد معنويانځور: DW

ښاغلي معنوي د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کي په کمېسيون کي د بدلونونو راوستلو په هکله وويل:

بدلونونه له انتظاره پرته ندي تر سره سوي ځکه هغه کسان، چي د کمېسيون په مشرتابه کي ګمارل کيږي ټاکلې موده لري. له يوې خوايې د کار موده بشپړه سوې وه او له بلي خوا ځيني کورني او بهرني فشارونه هم موجود و. که چيري دغه بدلون نه وای رامنځ ته سوي ممکن پر ټاکنو يې نيغ په نيغه اغيزه کړې وای. ځکه ټاکني له مالي او لوژيستيکي پلوه د نړيوالي ټولني په مرسته ترسره کيږي نو د ډاکتر لودين د کارپه دوام سره به پارلماني ټاکني ټکنۍ کيدې. ځکه نو دا اعتماد په ما وسو او دغي دندي ته وګمارل سوم. زه هيله من يم چې د افغانستان دولت د افغانستان د خلکو او د نړيوالو مرسته کوونکو اعتماد وساتم او وکولای سم له خپل کاري ډلي سره پارلماني رڼې ټاکنې ترسره کړو.

معنوي په راتلونکو ټاکنو کي د ورته درغلیو په اړه وويل: په خوښۍ سره چې موږ ټاکني شاته پرې ايښي او دغه ټاکني له ستونزو څخه ډکي وې د تيرو ټاکنو تجربې موږ سره مرسته کوي تر څو راتلونکي ټاکني په ښه توګه ترسره کړو. موږ پريکړه کړې، چي خپل کمزوري او پياوړي ټکي په ګوته کړو خپل پياوړي ټکي ساتو او کمزوري ټکي له منځه وړو. که چيرې موږ وکولای سو دغه ټاکني تشخيص کړو موږ به د يو ښه ټاکنو په دايرولو ډير هيله من کړي.

د خپلواک کميسيون رييس په تيرو ټاکنو کي د په درغلیو کي د تورونو کسانو د برخليک په اړه وويل :

دغه موضوع به په کوټلي توګه تعقيب کړو د هغه شمير کاروکوونکو په هکله چې د هغوی د درغليو په اړوند اسناد ولرو هغوی به عدلي او قضايي ارګانونو ته وپيژنو او دهغوی دوسيې به تعقيب هم کړو او د هغه کارکوونکي چې د ټاکنو په بهيرکې يې غفلت کړی او د هغوی په اړوند اسناد نلرو هغوی به هيڅکله په کميسيون کې ونه ګمارل شي . په دويم ګام کې به مونږ يوې ډلې ته دنده وسپارو چې په اداره کې اصلاح او سمون رامنځ ته کړي تر څو د کميسيون په هکله ځينې شکايتونه چې شتون لري له منځه ولاړ شي.

د روان کال د وږي په مياشت کي په پارلماني ټاکنو کي د درغليو د مخنيوي په اړه معنوي وايي:

شايد چې موږ ونسو کړای درغلۍ په بشپړه توګه له منځه يوسو مګر ډاډه يو او هغه ژمني، چي زما کاري ډله له ماسره کړي دي ډاډمن يم، چي د درغليو کچه به ډيره راټيټه کړو په دې شرط، چي امنيتي حالت ښه سي ځکه دا تر ډيره بريده په امنيت پورې تړلې ده.